اطلاعات روز: کونړ کې ځایي خلک وایي، چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو سړی مړ شوی او یوه کوچنۍ نجلۍ ژوبله ده.
د سیمې یو اوسېدونکی شریف الله وایي، چې دغه پېښه نن (چهارشنبه، ١١ د زمري) شاوخوا ۱:۰۰ بجه د څوکۍ ولسوالۍ اړوند «روګي» سیمه کې را منځته شوې ده.
نوموړی وایي، پېښه د یوې سراچې او کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله را منځته شوې، چې له امله یې د واحدالله په نوم د یوه ښوونځي استاد مړ شوی او یوه شاوخوا اته کلنه نجلۍ ژوبله شوې ده.
تر اوسه په دې تړاو کونړ کې طالب چارواکو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو ګراف لوړ شوی، چې لامل یې خراب سړکونه، ګړندی مزل او بې احتیاطي ښودل شوي دي.
