اطلاعات روز: د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لويه لار تر شنبې (۱۴ زمری) وروسته د ورځې له خوا د هر ډول موټرو په وړاندي تړل کېږي.
د دې وزارت له اعلاميې سره سم چې نن (چهارشنبه، ۱۱ د زمري) خپره شوې ده، د شپې له خوا به هم موټرونه په نوبتي شکل تګ راتګ کوي، يوه شپه له شمال څخه جنوب لور ته او بله شپه له جنوب څخه شمال لور ته.
د طالبانو ټولګټو وزارت له خلګو غوښتي دي چې د جمعې د ورځې تر ختمېدو دي خپلې اړتياوې پوره کړي.
دې وزارت ويلي دي چې پر سالنګ لويه لار د تګ – راتګ د محدوديت هدف دادی چې د دې لارې د بيا رغونې پروژه په «ښه ډول» تطبيق شي.
دې وزارت ويلي دي چې د سالنګ د لويي لارې د ۸۰ کيلوميټره سړک بيارغونه يې پيل کړې ده.
د سالنګ لويه لاره يوه له ګوڼې ګوڼې ډکه، پېچلې او د افغانستان ستراتېژيکه لار ګڼل کېږي.
دا لويه لار د افغانستان شمال له سويل سره نښلوي.
دا لويه لار څو لسيزې وړاندي جوړه شوې ده او ويل کېږي چې ځيني برخې يې ويجاړې شوې دي.
د افغانستان پخواني حکومت هم بيا – بيا د سالنګ د لويي لارې د جوړولو خبر ورکړی و، خو مسافر اوس هم د تګ – راتګ پر مهال له خرابې لارې شکايت کوي.
