اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د شخصي د ښمنۍ له امله د یوې کورنۍ یو غړی وژل شوی او دوه میرمنې یې ټپيانې شوې دي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه پیښه تېره ورځ (سې شنبه، ۱۰ د زمري) مازدیګر مهال د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ اړوند «سپېنې ژۍ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نموموړی زیاتوي، یاده سیمه کې یو کس پر مقابل لوري چې پخواني دښمنان وو، ډزې کړي چې پرمهال یې د شاه محمود په نامه یو کس په ډزو وژل شوی او له هغه سره دوې میرمنې هم ټپیانې شوي دي.
د نوموړي په خبره په ټپیانو شویو ښځو کې یې یوه د شاه محمود میرمن او بله یې خور شامله ده.
زابلی زیاتوي ځایي طالب چارواکي پر وخت د پېښې ځای ته رسیدلي، ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي خو قاتل له سیمې تښتیدلی او دوی یې د نیولو هڅې پېل کړي دي.
