له طالبانو سره د امريکایي استازو خبرې: د امريکايي اتباعو نيول د مثبت تعامل په لار کې مهم خنډ دی

Photo: Social Media

اطلاعات روز: په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره امريکايي استازو د هغو امريکايي وګړو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې چې له طالبانو سره بنديان دي او ويلي يې دي چې د دې کسانو نيول «د مثبت تعامل پر وړاندې يو مهم خنډ دی».

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست امير خان متقي په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره خبرې کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه چې تېره شپه (دوشنبه، ۹ د زمري) خپره شوې، پکې راغلي چې امريکايي پلاوي له طالبانو سره په ليدنه کې د انساني کړکېچ په اړه خپله ژوره اندېښنه ښودلې او په افغانستان کې یې د مرستندويو سازمانونو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د امريکا استازو له طالبانو غوښتي چې خپل هغه سياستونه بدل کړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او زيانمنونکو ټولنو د وضعيت د بدتر کېدو لامل کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، چې د دې هيواد استازو په افغانستان کې د خلکو د نيولو، د رسنيو د ځپنې او پر مذهبي ازاديو د محدوديتونو د لګولو په اړه هم خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې وزارت ويلي، چې د امريکا استازو د افغانستان د خلګو ملاتړ کړی چې د خپلو حقونو د رعايتېدو غوښتنه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د دې هيواد استازو د طالبانو تر مديريت لاندې د افغانستان د ماليې او مرکزي بانک له استازو سره ليدلي دي، تر څو د افغانستان د اقتصادي وضعيت او هغو ننګونو په اړه خبرې وکړي چې بانکي سکتور ورسره مخ دی.

د اعلاميې له مخې، امريکايي چارواکو وروستيو شمېرو ته چې د پاړسوب کمښت او د ۲۰۲۳ کال پر مهال په افغانستان کې د صادراتو او وارداتو وده ښيي،  اشاره کړې او د اقتصادي ټيکاو د مسايلو په اړه يې تخنيکي خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

همدا راز د امريکا استازو د طالبانو د دې ژمنې پر عملي کولو ټينګار کړی چې د افغانستان خاوره به د دې هيواد او متحدينو پر ضد يې نه کارېږي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې امريکايي پلاوي منلې چې د ملکي وګړو پر خلاف ستر تروريستي بريدونه کم شوي دي.

د دې وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې امريکايي چارواکو د امريکايي وګړو پر بېړني او د قيد او شرط پرته پرېښودلو ټينګار کړی او «يادونه يې کړې چې دا نيونې د مثبت تعامل لپاره مهم خنډ دی».

څرګنده نه ده چې څومره امريکايي وګړي له طالبانو سره بنديان دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د دې هيواد استازو د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په موخه يې د خبرو دوام ته خپل چمتووالی ښودلی دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت پر بېړني ښه والي ټينګار

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې وايي، چې خلکو او د بشري حقونو مدافعينو د بشري حقونو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د بنديزونو په اړه، له طالبانو سره د مستقيم تعامل غوښتنه کوله او په همدې دليل له طالبانو سره د امريکا له خبرو سره يو ځای شوې ده.

اميري پرلپسې ټويټونو کې ليکلي، چې د دوه ورځنيو خبرو پر مهال، د امريکا پلاوي په ټوليزه او تکراري توګه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت پر ښه والي ټينګار کړی دی.

نوموړې ويلي: «موږ تحصيل او کار ته د ښځو او نجونو د لاسرسي او پر هغوی د محدوديتونو د لېرې کېدو، د نيول شويو د ازادۍ، د جسمي مجازات د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او همدا راز مو وغوښتل چې رسنۍ او د بيان ازادي دې نه ځپل کېږي.»

اميري وايي، چې امريکايي پلاوي ټينګار کړی چې بشري حقونو ته درناوی د امنيت د تر لاسه کولو، اقتصادي ودې او ټيکاو، د هېلو او انساني پانګې د ساتنې او «په نړيواله ټولنه کې د حيثيت په ښه کولو کې اساسي رول لري».

د دوحې د خبرو په اړه د طالبانو څرګندونې

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې ډلې پلاوي په قطر کې د امريکا له استازو سره پرلپسې دوې ورځې د دواړو اړخونو تر منځ د باور پر جوړولو، په دې لار کې د عملي ګامونو پر اخيستلو، د تورو فهرستونو پر حذفولو او تحريمونو پر لېرې کولو، د افغانستان د مرکزي بانک د زېرمو پر ازادولو، په دې هيواد کې د اقتصادي ودې د خوندي کولو، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې او د بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پرلپسې ټويټونو کې ليکلي، چې د طالبانو پلاوي يو ځل بيا ټينګار کړی چې «تور او د جايزې» فهرستونه لېرې او بانکي زېرمي ازادې شي.

د طالبانو ځينې مشران د امريکا او ملګرو ملتونو په تور ليست کې دي. د امريکا پوليسو «ايف بي آی» د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدين حقاني په ګډون د طالبانو د ځينو غړو د نيولو لپاره جايزې ټاکلې دي.

بلخي پسې ليکلي، چې د طالبانو پلاوي له امريکايي استازو سره د بشري مرستو، افغانستان ته د ازاد تګ – راتګ او په ټوله نړۍ کې قونسلي خدماتو ته د افغان وګړو پر لاسرسي هم خبرې کړې دي. ده زياته کړې چې د طالبانو او امريکا پلاوو «د داسې ناستو پر دوام، تفاهم او تعامل ټينګار کړی دی».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه