ننګرهار کې د طالبانو د لوړې مالېې له امله ۲۸۰ هوټلونه تړل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د هوټلونو او رسټورانټونو مالکان د طالبانو له لوري د لوړې مالیې له اخیستو شکایت کوي او وايي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې پر عایداتو مالیې لوړېږي.

په دغه ولایت کې د هوټلونو د اتحادیې مشر احمدشاه ساپی وایي، چې د پخوا په پرتله یې مشتریان کم او کاروبار ۸۰ سلنه خراب شوی او اوس په ناوړه وضعیت کې دي.

د نوموړي په خبره له دې وړاندې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې ټول ټال ۶۸۰ لوی او واړه هوټلونه فعال وو، خو په دې وروستیو کې د لوړې مالیې، له امله ۲۸۰ هوټلونه تړل شوي او زرګونه کار کوونکي یې بې روزګاره شوي دي.

ساپي زیاته کړه: «مخکې مونږ سره ۶۸۰ هوټلونه ثبت وو، خو اوس د ښار او لسوالیو په سطحه چې حساب وکړې ټول ۴۰۰ هوټلونه پاتې کیږي، مونږ سره به په دې هوټلونو کې یو لک اویا زره کسانو کار کاوه؛ خو اوس ټول سل زره کسان نه پاتې کیږي که د مستوفیت واله راشي مالیه غواړي او دغه راز د برق واله د بریښنا بیلونه غواړي غوښتنه له حکومت کوو چې له مونږ سره دې په دې برخه کې همکاري وکړي.»

په همدې حال کې د یو‌شمېر هوټلونو مالکان وايي، چې د تیر په پرتله د کلنۍ مالیې دوه برابره زیاتوالي او په یو وخت د کرایې لوړالي له ستونزو سره مخ کړي دي.

رحمن الله چې په جلال اباد ښار کې یو رسټورانټ لري وایې، چې د لومړنیو توکو د بیو پر بنسټ باید له دوی څخه مالیه واخیستل شي نه‌ د پلور له مخې. دوی د مالیې د اخیستلو لپاره د ځانګړي معیار له نشتون څخه هم شکایت لري.

رحمن الله وویل:«مخکې به چې مونږ ۵۰۰۰ مالیه تحویلوله اوس راڅخه شل زره افغانۍ مالیه اخیستل کیږي او کاروبارونه خراب شوي او زمونږ قانوني مالیه اته زره افغانۍ کیږي، زمونږ ستونزه یوه داده چې پر مونږ باندې زیاته مالیه راغلې ده، کرایه هم نه ده کمه شوې.»

بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو مستوفي محمد فاروق انصاري هغه شکایتونه رد کړي، چې ګواکې  دوی دې پر هوټل والو کلنۍ مالیه لوړې کړې وي.

هغه وایي، په عادي ډول هماغه ټاکل شوې مالیه چې په تېر کې دوی ورکوله اخیستل کیږي.

انصاري زیاتوي: «مخکې به مالیه یو نیم فیصد اخیستل کیده خو دطالبانو د حکومت په راتګ سره نیم فیصد اخیستل کیږي، مخکې به مالیه له ولس اخیستل کیده او له ولس سره معاملې کیدې خو اوس دې برخه کې بدلون راغلی دی اوس چې کومه مالیه اخیستل کیږي د ملت خزانې ته ځي.»

نوموړی د مالیاتو له لوړېدو او د ځانګړې تګ‌لارې نشتون ردوي او وايي، چې پر عایداتو د مالیاتو قانون له مخې، له کوچینو کاروباریانو مالیې راټولوي.

د هوټلونو مالکان، هټۍوال او نورو کاروباریان داسې مهال د مالیې د ورکړې له زیاتوالي شکایتونه کوي چې د طالبانو حکومت په راتګ سره په هیواد کې بې روزګاري اوج ته رسیدلې او حتا زیاتره کورنۍ د نس مړولو لپاره ډوډۍ هم نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه