اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یوه ځوان جسد موندل شوی دی.
د سرچینو په خبره، د دغه ځوان جسد تېره شپه (شنبه، ۷ د زمري) د میوند ولسوالۍ اړوند د «کلا ښامیر او کڅې» سیمو ترمنځ موندل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې یاد ځوان شنه کالي په تن او تر ۲۴ کلونو پورته عمر لري، خو د هویت او خپلوانو په اړه یې معلومات نه لري.
د دوی په وینا، چې د دغه ځوان د وژل کیدو علت نه دی معلوم، خو په خبره یې چې جسد یې د میوند ولسوالۍ دولتي کلینیک ته انتقال شوی دی.
کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تردې وړاندې هم د کندهار په بېلابېلو سيمو کې جسدونه موندل شوي، چې د خپلوانو نه پیدا کیدو په صورت کې د کندهار ښاروالۍ له لوري خاورو ته سپارل شوي دي.
