اطلاعات روز: د غزني په ښار کې ولسي سرچينې د عاشورا ورځې پر ويرجنو د طالبانو د ډزو له امله د مرګژوبلې بېلابېل ارقام ښيي. ځيني سرچينې د څلورو تنو وژنه او د ۲۳ نورو ژوبلېدل تاييدوي خو يو شمېر نور وايي چې دوه نفر وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
يوې سرچينې نن (شنبه، ۷ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې په وژل شويو کې دوه ماشومان هم شته دي. تېره ورځ يوې سرچينې اطلاعات روز ته يوازي د يوه ۱۲ کلن ماشوم وژل کېدل تاييد کړي و.
يوې بلې سرچينې وويل چې د طالبانو د ډزو له امله دوه نفر وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ژوبل شوي دي. د سرچينې په وينا، د وژل شويو نوم غلام علي او رمضان و او د باميان د ورس او غزني د ناهور ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي و. دواړه کسان نن ورځ په غزني کې خاورو ته سپارل شوي دي.
د دې سرچينې له څرګندونو سره سم، په ۱۵ ژوبلو شويو کسانو کې اووه تنه د مرمۍ د لګېدو او اته نور د طالبانو د وهلو او ټکولو له وجې ژوبل شوي دي.
په عين مهال کې سرچينې ويلي دي چې طالبانو د عاشورا د ويرجنو د پاشلو لپاره له اوبو پاشونکو ماشينونو کار اخيستی دی چې د ډېرو افرادو د بدن د خارښت سبب شوی دی.
له دې سره – سره، د عاشورا ورځې د ويرجنو د وهلو ټکولو او د هغوی پر لور د طالبانو د ډزو ويډيوګانې هم پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې دي.
په يوه ويډيو کې ليدل کېږي چې يو ماشوم د طالبانو تر ډزو وروسته پر ځمکه لوېدلی او د پېښي شاهدان وايي چې پر بدن يې مرمۍ لګېدلې ده.
ولسي سرچينې وايي چې ژوبل کسان د غزني ښار ملکي روغتون، «امام خميني» روغتون او نورو ته انتقال شوي دي.
په غزني کې د طالبانو د والي دفتر، د عاشورا ورځې ويرجن «اشوبګر» بللي دي او هغوی يې د امنيتي وضعيت په ګډوډولو تورن کړي دي.
په غزني کې د طالبانو د والي د دفتر په اعلاميه کې چې نن يې پر خپله ټويټر پاڼه خپره کړې ده، راغلي دي چې «اشوبګرانو» له هيواده دباندي له يو شمېر «مفسدو او شريرو کړيو» سره اړيکې درلودې.
همدا راز په دې اعلاميه کې راغلي دي چې د ډزو له امله «يو شمېر» کسان ژوبل شوي دي، خو د عاشورا مراسمو د وژل شويو په اړه څه نه دي ويل شوي.
دا پېښي په داسي مهال کې کېږي چې پرون د محرم د لسمې (عاشورا ورځې) په مناسبت د کابل ښار او غزني په ګډون د افغانستان د بېلابېلو ښارونو او ولايتونو په مسجدونو او تکيه خانو کې د عاشورا ورځې مراسم جوړ شوي و.
پر ټولنيزو رسنيو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې طالبانو په کابل ښار کې هم د عاشورا له ويرجنو سره تاوتريخجن چلند کړی دی او د هغوی د وېشلو لپاره يې هوايي ډزې کړې دي.
طالبانو سږ کال په افغانستان کې د محرم مياشتې د مراسمو پر جوړولو «د امنيت د تأمينولو او زياتو احتياطي تدابيرو » په دليل پراخ محدوديتونه لګولي و.
