ارزګان کې د موسمي ناروغيو زياتوالی؛ هره ورځ نږدې ۵۰ ماشومان روغتون ته وړل کيږي

ارزګان کې روغتیایي مسوولین وایي، چې د هوا په ګرمیدو سره په دغه ولایت کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوي او هره ورځ لسګونه ماشومان ولایتي روغتون ته ور وړل کېږي.

د ارزګان په ولایتي روغتون کې د ماشومانو د برخې متخصص ډاکټر محمد وارث رحيمي وايي، چې د عامه پوهاوي نشتون او د کورنیو له لوري خپلو ماشومانو ته نه پاملرنه د دې لامل شوي چې د تېر په پرتله دغلته د ماشومانو په موسمي ناروغیو درې سلنه زیاتوالی راشي.

نوموړي وویل: «د ترينکوټ ولايتي روغتون ته هره ورځ د ۲۰ او ۵۰ په منځ کې ناروغان راوړل کيږي چې په موسمي ناروغيو اخته وي د دغه ماشومانو ډيره برخه هغه وي چې په نس ناستي اخته وي که موږ نورو وختونو ته وګورو ۳ سلنه په موسمې ناروغيو د اخته ماشومانو شمير زيات شوی دی.»

ورته مهال د ترينکوټ ولايتي روغتون لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوی سرپرست ډاکټر عبدالغفار وطنوال وايي، چې دغه ماشومانو کې ۸۰ سلنه په نس ناستي ناروغۍ او نور یې په خوارځواکۍ، سینه بغل، کولرا… اخته شوي دي.

ده وویل: «د هوا په ګرميدو سره په موسمې ناروغيو د اخته کسانو شمير زیات شوی دغه ماشومانو کې ۸۰ سلنه يې په نس ناستي اخته دي او پاتې نور يې په سينه بغل، خوارځواکۍ کولرا او نورو ناروغيو اخته دي موږ کورنيو ته سپارښتنه کوو چې خپل ماشومان باید له ګرمي هوا څخه خوندي وساتي.»

ډاکټران وایي، ارزګان د ګرمې هوا له کبله ډیری ماشومان په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي دي

دغه راز هغه ميندې چې خپل ماشومان يې د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د درملنې په موخه راوړي وايي، چې دوی د خپلو ماشومانو په ناروغيو نه پوهيږي او کله یې چې ولایتي روغتون ته را انتقالوي، نو د لارې د اوږدوالي له امله د ماشوم وضعیت نور هم خرابریږي. دوی غوښتنه کوي چې په سیمو کې دې ورته روغتیایي مرکزونه جوړ شي.

د دې ولايت د چورې ولسوالۍ يوه اوسيدونکې ظريفه چې د خپل ناروغ زوی ترڅنګ ناسته ده وايي، چې په سيمه کې یې هيڅ روغتيايي مرکز نشته او زياتوي چې د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د خپل زوی د را انتقال له امله يې زوی نور هم ناروغ شوی دی.

هغې وويل: «ما خپل زوی د چورې ولسوالۍ څخه راوړی هلته نور ماشومان هم په دغه ډول ناروغيو اخته وو، زموږ له کور څخه روغتون زيات لېرې دی.»

د ناروغو ماشومانو میندې واي، کورونه یې د روغتون څخه لېرې دي نو ځکه پر وخت خپل ماشومان روغتون ته نه شي رسولی.

یو شمیر نور ارزګانیان چې روغتون ته یې خپل ماشومان راوستلي وایي، چې د کمزوري اقتصاد له امله نه دي توانیدلي چې خپلو ماشومانو ته د موسم سره برابر چاپیریال برابر کړي.

د دغه ولایت اوسیدونکی زین الله وایي، چې د بې وسي له امله نشي کولای چې د هوا د یخولو لپاره کولر او باد پکه واخلي، نو ځکه له دې حالت سره مخ شوي دي.

نوموړي وويل: « د يوې روپۍ مزدوري نشته هيڅوک ولاکه د شي اخیستلو وس لري زه خپله د ورځې ۵۰۰ کالداري ګټم هغه زموږ د خوراکي توکو ولاکه بس کيږي د کولر او پکې اخيستلو وس نه لرم زما په ډول ډير کسان شته چې ولاکه د هيڅ شي وس لري.»

دغه راز ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې نړۍ باید تر دې هم د هوا تودې څپې ته چمتووالی ولري.

په ملګرو ملتونو کې د هوا پېژندنې ادارې د تودوخې مخکښ سلاکار جان نیرن ویلي، د هوا دا توده څپه به دوام لري او نړۍ باید ورته چمتووالی ولري.

د هوا په توديدو سره نه یوازې په ارزګان بلکې د هیواد په ډيری ولايتونو کې ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه