خوست کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: په خوست ولایت کې تېره شپه (جمعه، ۶ د زمري) د راوتلو سېلابونو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه ولایت کې ځايي سرچینې وايي، سېلاب دغه ځاني تلفات د مرکز اړوند «شمل» سیمه کې اړولی چې د یوې کورنۍ د مور او پلار په ګډون د هغوی دوه زامن او یوې لور یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې د دغو کسانو جسدونه په محمد حسن کلي کې پیدا شوي او د مندوزیو ولسوالۍ د ځايي خلکو له لوري له اوبو څخه را ایستل شوي دي.

په خوست ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولینو تر اوسه د بېګاه شپې د سېلابونو له امله د ځاني او مالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، له تېرو دوو اونیو راهیسې د خوست په ګډون په پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ او د هیواد په ګڼو نورو ولایتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته په لویه کچه مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

سېلاب ځپلې خلک په ډیری سیمو کې اوس مهال د سرپناه او خوراکي توکو له نشتون سره مخ دي او د طالبانو په حکومت او نورو نړیوالو موسېساتو غږ کوي چې دوی سره دې بیړنۍ مرستې وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه