نورستان کې زرګونه لوستي ځوانان له بې کارۍ کړیږي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: نورستان کې ځايي خلک شکایت کوي، چې دغه ولایت کې په زیاته کچه لوستي ځوانان د بې کارۍ له امله له سختو اقتصادي سونزو سره مخ دي.

ولسي خلک وايي، د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې زرګونه هغه ځوانان چې د لېسانس تر کچې یې زده کړې کړي بې کاره ګرځي او دې چارې له رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی د پخواني ړنګ شوي «جمهوري نظام» ترڅنګ د طالبانو پر اوسني رژیم هم تور پورې کوي، چې د دغه ولایت خلکو ته یې کاري برخه کې هیڅ نه دي کړي.

د نورستان په مرکز پارون کې د قومي مشر جمعه دین د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۳ زره لوستي ځوانان بې دندې ګرځي او حکومتونو ورته کاري زمینې نه دي برابرې کړي.

نوموړی وايي، دغو ځوانانو په بېلابېلو برخو کې لوړې زده کړې کړي او په ځلونو یې ورته د کاري زمینې برابرولو په موخه د دولتي چارواکو دروازې ټکولي، خو په خبره یې هېچا یې غږ ته ارزښت نه دی ورکړی.

جمعه دین زیاتوي: «د نورستان له اوو ولسوالیو څخه د بې کاره ځوانانو یوه مستنده ډېټا جمع کړې ده، چې تقریبا د بې کاره ځوانانو هغه ځوانان چې تعلیم یافته دي، لېسانس دي د هغوی شمېر تقریباً ۳۰۰۰ نفرو ته رسېږي، چې هغوی د لېسانس تر کچې تعلیم لري، له مختلفو بخشونو نه فارغ دي د طب نه، د انجینرۍ نه، د زراعت نه، د حقوقو نه او د شرعیاتو نه.»

د نورستان اوسېدونکي دغه راز پخوانی ړنګ شوی جمهوریت او د طالبانو اوسنی رژیم له دوی سره په دوه ګوني چلند تورنوي.

د پارون اوسېدونکی حاجي سرتور وايي، تېر حکومت او د طالبانو حکومت په نورو ولایتونو کې ګڼې ټولګټې پروژې او کاري فرصتونه برابر کړي وو، چې د نورستان خلک دواړو حکومتونو څنډې ته ساتلي.

نوموړی زیاتوي: «اوس چې د امارت اسلامي کوم دور راغلی دی، تقریبا چې یو نیم کال نه اضافه کېږي، مونږ د مطبوعاتو له لارې ګورو چې په نورو ولایتونو کې مختلفې پروژې افتتاح کېږي او روان کار یې ګورو، خو بدبختانه چې تر اوسه پورې په نورستان کې داسې پروژې، چې عام المنفعه وي لا شروع کړې نه دي.»

د نورستان خلک دغه راز وايي، چې په وروستیو کې د نړۍ والو مرستندویه موسېسو په مالي ملاتړ یو شمېر کوچنۍ ټولګټې پروژې پېل شوي، چې د دوی ستونزې نه شي حل کولی.

موږ هڅه وکړه، چې د نورستان د ځايي خلکو نیوکې د دغه ولایت له ولایتي چارواکو سره شریکې کړو، خو له پرلپسې هڅو او انتظار سره سره بیا هم د نورستان لپاره د طالبانو ولایتي چارواکو زموږ اړیکې او پوښتنې ته ځواب رانکړ.

نورستان د تېر جمهوري حکومت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه درېیم ملي پارک نومول شوی و او د وخت لوړ پوړو چارواکو دې ولایت ته د ځانګړې پاملرنې ژمنې کړې وې، خو ځايي خلک وايي، تر ړنګېدو یې د پام وړ کار پکې نه وو شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه