د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې درې کوچنۍ نجونې او یو سړی اوبو ډوب کړي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یو ښوونځي ۳ کوچنۍ نجونو د اوبو په ډنډ کې د ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وایي، چې پېښه پرون سهار (چهارشنبه، ۴ د زمري) د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «ارغچ» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د ارغچ په نامه د منځني ښوونځي د څلورم ټولګي څلور کوچنۍ زده کوونکې ښوونځي ته پر لاره وې.

هغه زیاتوي په یاده سیمه کې څلور واړه زده کوونکې د اوبو یوه ډنډ ته لویدلي، چې د خلکو په مرسته یوه ماشومه ژغورل شوې او درې نورو زده کوونکو خپل ژوند بایللی دی.

تراوسه د یادې پېښې لامل معلوم نه دی چې څه ډول څلور زده کوونکې د اوبو ډنډه ته غورځیدلې دي؟

په ورته مهال د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یو کس د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړ شوی دی.

د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی عبدالوهاب وایي، چې پېښه نن غرمه مهال د یادې ولسوالۍ اړوند د «کامې پل» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د فلک نیاز په نامه یو کس د کونړ په سیند  کې دلامبلو پرمهال اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د ګرمۍ په موسم کې هر کال ګڼ شمیر خلک په سیندونو کې د لامبو پرمهال د بې احتیاطۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه