اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ پورې غاړه د پاکستان چمن کې د تېر «جمهوري حکومت» د چټک غبرګون یو سرتیری وژل شوی دی.
په چمن کې ځايي سرچينو اطلاعات روز ته وویل، چې دغه سرتیری محب الله اڅکزی نومیده او تېره سې شنبه (۳ د زمري) د چمن اړوند په «ګلستان» سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینې د اڅکزي د وژنې لامل شخصي دښمني یادوي، خو نه وایي، چې هغه څه ډول وژل شوی دی.
د معلوماتو له دمخې محب الله اڅکزی د افغانستان د پرځول شوي جمهوري حکومت د چټک غبرګون قطعې سرتېری و او د طالبانو له راتګ وروسته یې د پاکستان اړوند چمن سيمه کې ژوند غوره کړی و.
د طالبانو بیا ځلي واکمنیدو او د دغې ډلې د مشر د عمومي عفوې سره–سره نه یوازې داخل د هیواد کې د تیر حکومت نظامیان په نښه شوي بلکې د پولې پورې غاړه پاکستان کې هم وخت نا وخت داسې پیښې رامنځته کېږي چې تر اوسه یې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
