اطلاعات روز: په پکتیا او ننګرهار کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دغو ولایتونو په مرکزونو کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو سړکونو د جوړیدو کار پېل شوی دی.
پکتیا کې د ګردیز ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین وایي، چې د ګردیز ښار د ماسټر پلان مطابق یې دغلته د ۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د څه باندې یو کیلو مټر سړک د پخیدو چارې پېل کړي دي.
د ګردېز ښاروالۍ د مسوولینو په خبره چې جوړېدونکی سړک په دوه فازونو کې رغول کیږي چې ۳۰ متره پراخوالی لري او د دوی په وینا چې قرارداد یې د قدوس خېل په نوم یو شرکت ته ورکړل شوی او لګښت یې ښاروالۍ ورکوي.
ورته مهال بیا د ګردېز ښار اوسېدونکي د دغه سړک په جوړېدو خوښ دي، خو ټینګار کوي چې هغو خلکو ته دې د استوګنې کورونو تاوان ورکړل شي، چې د دې سړک له امله یې کورونه نړېدلي دي.
دغه راز ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې په جلال اباد ښار کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د يو فرعي سړک او د ويالو د جوړېدو کارونه پېل شوي دي.
د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو وياند بختي جان مراد وایي، د ښاروالۍ له لوري د انکشافي پروژو په ترڅ کې د نهمې ناحیې اړوند «خوشګمبد» ساحه کې د ۱،۲ کیلو مټره سړک او ویالو د کانکریټ کېدو چارې پېل شوي دۍ.
دی وايي، دغه سړک چې دواړو طرفونو ته ویاله او ساحو ته په کتو سنګ کاري لري، په اساسې توګه کانکریټ او کار به یې شپږو میاشتو کې بشپړ شي.
بلخوا د سیمې اوسیدونکي د یادې پروژې له پلي کیدو خوښ دي او وایي، له دې وړاندې د سيمې خلک د ورښتونو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ وو او دغه راز کروندګر پر وخت خپل حاصلات هم بازار ته نشول لیږدولی.
