اطلاعات روز: د بشر حقونو څار سازمان وايي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا چې د افغانستان د وضعيت په اړه کومه خپلواکه ارزونه کوي، بايد بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته لومړيتوب ورکړي.
دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۴ د زمري) د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو ته يو ليک لېږلی او ويلي يې دي چې په دې ارزونه کې بايد ډاډ تر لاسه شي چې د بشري حقونو د قربانيانو نظر اورېدل کېږي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په مارچ مياشت کې د یوه پرېکړه ليک په خپرولو سره له دې سازمان څخه غوښتي و چې د روان کال د نوامبر مياشتې تر ۱۷مې پورې دې د افغانستان د وضعيت په اړه واحده او خپلواکه ارزونه وکړي او دې شورا ته دې وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي د ۲۰۲۳ ميلادي کال په اپريل مياشت کې فريدون سينيرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وټاکه او ده ته يې دنده وسپارله چې د ارزونې بهير ترسره کړي.
د بشر حقونو د څار د ښځينه څانګې مرستيالې هيدر بار ښاغلي سينيرلي اوغلو ته په يوه ليک کې ليکلي، چې «اوس مهال د افغانستان وضعيت په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي کړکېچ دی».
دې زياته کړې: «خپلواکه ارزونه کولای شي د دې وضعيت په تړاو اغېزناک نړيوال غبرګون را منځته کړي، خو د دې کار د ترسره کولو لپاره بايد ښځو او نجونو او د بشري حقونو د نقض قربانيانو ته لومړيتوب ورکړل شي.»
د بشر حقونو څار په دې ليک کې د ښځينه سينګارتونونو تړل کېدو ته په اشارې سره ويلي، چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو ځپنه نوره هم ژورېږي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو کړکېچ د بشري حقونو د يوه پراخ کړکېچ په چوکاټ کې ترسره کېږي.
اغلې بار په دې ليک کې ويلي: «په افغانستان کې کړکېچ تر حد زيات دی او د طالبانو ناوړه ګټه اخيستنه هغه څه لا ژوروي چې وړاندې يو ويجاړوونکی انساني کړکېچ و.»
دې زياته کړې چې «د خپلواکې ارزونې موخه بايد د افغانستان وضعيت ته د نړيوالې ټولنې بېړنی غبرګون وي چې تر اوسه يې پايله نه ده ورکړې او په کافي اندازه يې پر بشري حقونو ټينګار نه دی کړی».
د بشر حقونو څار د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي څخه غوښتي چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې بايد د کارپوهانو ګډون حتمي کړي او بايد ډاډ تر لاسه کړي چې هغوی د ارزونې په هره برخه کې ګډون لري.
دې بنسټ زياته کړې چې د ارزونې بهير بايد روڼ وي او ټولو اړخونو ته بايد د نظر د څرګندولو فرصت ورکړل شي او ارزوونکی ټيم بايد ډاډ تر لاسه کړي چې د بشري حقونو د نقض د ټولو قربانيانو اندونه اورېدل کېږي.
د بشر حقونو څار ويلي، چې د ملګرو ملتونو ارزوونکې ډله بايد د ښځو د حقونو له فعالانو په ځانګړې توګه ښځينه معترضينو سره مشورې وکړي او بايد د ښځو، هزارهوو، شيعيهګانو، ټولو لږکيو، همجنسپالانو، ورځپاڼه ليکونکو او د سيمهييزو بشرپالو ډلو نظرونه واوري.
هيدر بار ويلي: «د افغانستان ښځې او نجونې او نور ټول افراد چې د طالبانو تر ځپنې لاندې کړېږي، احساسوي چې نړۍ هغوی پرېيښي دي.»
اغلې بار ټينګار کړی چې «خپلواکه ارزونه هم بايد افغانستان ته د نړۍ د پام په اړولو کې مرسته وکړي او هم طالبانو او د بشري حقونو نورو ناقضينو ته د ځواب ويلو لپاره مشخصې لارې وړانديز کړي».
طالبان پر افغانستان تر دويم ځل واکمنېدو وروسته په پراخه توګه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځينهوو د حقونو په تروړلو تورن دي.
طالبانو د ښځو پر زده کړو له بنديز سره – سره، هغوی په بېلابېلو برخو لکه د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو مرستندويو ادارو په دفترونو کې له کار کولو هم راګرځولې دي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا غوښتنه کړې وه چې د ښځو پر خلاف د طالبانو د اوامرو پر وړاندې د منسجمې تګلارې د جوړولو لپاره بايد خپلواکه ارزونه وشي.
