د کندهار سپین بولدک له لارې له پاکستان هیواد راستانه شوي افغان کډوال هلته د تېر شوي ژوند کېسه کوي وایي، پاکستان کې د کډوالۍ له ټولو حقوقو بې برخې او د دغه هیواد د پولیسو له لوري تل د ځور سره مخ وو.
دوی چې له مجبوریته هیواد ته راستانه شوي ادعا کوي چې پاکستاني پولیسو ورسره ناوړه چلند کاوه، په یوه او بله پلمه یې نیول او بیا یې د پیسو په بدل کې له زندانه خوشې کول.
د سپین بولدک له لارې یوه راستانه شوي افغان کډوال راته وویل: «زموږ سره په پاکستان کې پولیس ظلمونه کوي، پیسې راڅخه اخلي، بندیانوي مو، موږ چاته ور ناره کړو.»
شفیع الله چې د پاکستان د کوېټې ښار راستون شوی وایي، له چمن تر کویټې ښار پورې تلوونکي افغانان د پاسپورټ او بریښنایي پیژندپاڼو لرلو سره-سره د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېږي.
هغه اطلاعات روز ته وویل: «په پاکستان کې چې افغانان دي د هغو سره بد رفتار کېږي، پاکستاني عسکر تکليف ورکوي، روپۍ ورڅخه اخلي، تر هغه ځايه چې ځې روپۍ دي، د نفر پر سر ۵۰۰ يا ۱۰۰۰ کالدارې اخلي، افغانان هلته په تکليف دي، حکومت بايد زموږ مشکل را حل کړي.»

شفیع الله زياته کړه، چې له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو په خبره یې غږ یې نه دی اورېدل شوی او بلاخره اړ شو ترڅو بېرته خپل هيواد ته راستون شي.
دغه راز د زابل ولايت اوسيدونکی احمد فيضان چې غوښتل يې د خپلې میرمنې سره یوځای د درملنې لپاره پاکستان ته واوړي د دغه هیواد د پولیسو له لوري بیرته راشړل شوی دی.
نوموړي وويل، سره له دې چې پاسپورټونه او ويزې يې درلودې، خو بيا هم پاکستاني پوليس ورته اجازه نه ده ورکړې چې دغه هيواد ته ننوځي او هلته د خپل ځان او ميرمنې درملنه یې وکړي.
فيضان زیاته کړه: «غوښتل مې پاکستان ته ولاړ شم خو بېرته را وشړل شوم، پر دغه لاره ستونزې ډيرې دي، دواړه طرفونو ته پښتانه پراته دي، د ډيرو سختو ستونزو سره خلک مخ دي، بايد په دې برخه کې توجو وشي بلخصوص د زنانه وو په برخه کې چې پر دې لارې ډيرې ستونزې دي، په دا ګرمۍ کې راځي بيا يې دوی واپس کوي.»
دی د خپلو خبرو په دوام سره وایي: «په پاکستان کې د ژوند لومړنۍ اسانتياوې چې د مهاجرينو حق دی نه ورکول کېږي او ډير وخت د بشر حقوق چې دوی يې دعوه کوي هغه تر پښو لاندې کوي.»
هغه د طالبانو له سرپرست حکومت او نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي ترڅو په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو سره خپل هيواد ته په بېرته راستنېدو او له زندانونو څخه د خلاصون په برخه کې همکارۍ وکړي.
دغه راز د پولې هاخوا بیا یو شمیر نور افغانان په دوه لارې کې ګیر دي، دوی نه هلته د دایمي اوسیدو ډاډ لري او او نه هم زړه ښه کوي چې هیواد ته راستانه شي.
جانان د همداسې برخلیک سره مخ دی. نوموړی وایي، نږدې دېرش کاله وړاندې يې افغانستان کې د داخلي جګړو پېل سره پاکستان ته کډه کړې او هلته یې د زدهکړو ترڅنګ کاروبار هم پېل کړی چې اوس ورته بیرته راتګ ستونزمن دی.
جانان چې نږدې ټول عمر یې په کډوالۍ کې تېر کړی د خپلو ستونزو او کړاوونو په اړه یې داسې وویل: «ډيرې خوارۍ او تکليفونه مو پرځان تېر کړل، اوس مې کورنۍ منع کوي چې افغانستان ته د کاروبار لپاره مه ځه، زه په پټه راځم او بېرته ځم، پلار مو په جنګو کې مړ شو، جيلونه مو تېر کړل، بې کوره پراته وو، دومره څوک نه وو چې زموږ غږ واوري تراوسه پورې په خلاصه پښه نه شو ګرځېدلای، په دنيا کې د هيڅ چا ژوند دومره خراب نه دی لکه زموږ مهاجرو.»
نوموړی د نورو افغانانو غواړي چې خپل هیواد کې پاتې شي او کډوالۍ ته زړه ښه نه کړي.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د زور زیاتي ګڼ راپورونه خپاره شوي، په دغه راپورونو کې راغلي چې پاکستاني پولیس افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیسي او زندان ته یې اچوي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان قونسلګرۍ د معلوماتو پر اساس اوس مهال دغلته څه د پاسه دوه نيم ميليونه افغان کډوال پراته دي چې له ډلې یې ۳۰۰زره کسان د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري.
پاکستان کې د افغان کډوالو وکيلې منيژې کاکړ څه موده وړاندې له اطلاعات روز سره په خبرو کې ویلي و، چې پاکستان هيواد نور نه غواړي د افغان کډوالو کوربتوب وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې کندهار ته له پاکستان څخه د راغلو کډوالو شمېر ترپخوا څوچنده زيات شوی او دامهال ياد کډوال د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتيایي خدماتو غوښتنه کوي.

ورته مهال بيا کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وایي، چې تېر ۱۴۰۱ کال کې له ګاونډ پاکستان څخه دغه ولايت ته اته زره افغان کډوال په خپله خوښه راستانه شوي دي.
د کندهار د کډوالو چارو رياست لپاره د طالبانو مرستيال مومن اغا وایي، اوس مهال ډيری افغان کډوال د سرپناه او روغتيا په برخه کې بېلابیلې ستونزې لري او په وينا يې چې تر ډېره پورې يې ورسره په حل کې مرسته کړې.
نوموړي وويل: «په تېر ۱۴۰۱ کال کې د ګاونډي هېواد پاکستان څخه اته زره کډوال افغانستان ته په خپله خوښه راستانه شول، له دې جملې ۱۶۲ کورنۍ قيديان، همدارنګه ۱۲۳۸ منفردين قيديان او ۶۲۳۸ هغه افغان کډوال وو چې په پاکستان هيواد کې يې ژوند کاوه او افغانستان ته راستانه شول.»
