اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزير آنټوني بلينکن له خپلو قطري او امريکايي سيالانو سره ټیليفوني خبرې کړې دي. د دې خبرو اصلي محور د افغانستان پر بدلونونو بحث و.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، بلينکن او محمد بن عبدالرحمن ثاني د دواړو هيوادونو د دوه اړخيزو اړيکو، په اوکراين کې د جګړې د بدلونونو، د افغانستان د وضعيت او د دغه هیواد د خلکو پر ملاتړو لارو – چارو او همدا راز د ايران د هستوي توافق په وروستیو بدلونونو بحث کړی دی.
ورته مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير د يوه ټويټ له لارې خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير بلاول بوټو زرداري سره يې خبرې کړې دي.
بلينکن ليکلي، چې متحده ایالات له پاکستان سره د رغنده، ډيموکراټيک او بريالي ګډون ملاتړ کوي.
ده زياته کړې: «له بلاول بوټو زرداري سره مو اړيکه ونيوله تر څو د پاکستان د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په تړاو زموږ د ملاتړ او همدا راز د افغانستان په ګډون د سيمهييزو اندېښنو په اړه خبرې وکړو.»
