اطلاعات روز: طالب چارواکي خبر ورکوي چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکې پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، چې پېښه نن (دوشنبه، ۲ د زمري) ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د درونټې سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې د یو سراچه ډوله موټر او زرنج موټر سایکل ترمنځ د ټکر پرمهال ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ یادوي.
په دې وروستیو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د سړک خرابوالی او په دې وروستیو کې پاکستان لاس موټر ته د طالبانو له لوري لنډ مهاله اسناد ورکول یاد شوی دي.
