په میدان وردګو، کونړ او پکتیا کې سیلابونه درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: په میدان وردګو، کونړ او پکتیا کې طالب مسوولین خبر ورکوي چې په دې ولایتونو کې د سختو ورښتونو او راوتلو سیلابونه له امله ۲۲ کسان مړه شوي، ۴۰ لادرکه دي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

په میدان وردګو کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د تېرې شپې (شنبه، ۳۱ د چنګاښ) سیلابونو د دغه ولایت په جلریز، چک، سید اباد، نرخ او جغتو ولسوالیو ۲۲ کسان مړه کړي او ۴۰ نور لادرکه دي.

دغه فتر زیاته کړې، چې سلګونه د استوګنې کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د کابل – باميان لويه لار او د ميدان وردګو د ولسواليو ځينې لارې هم تړل شوې دي.

ورته مهال کونړ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي، چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد او وټه پور ولسوالۍ کې ورښتونو او سیلابونو ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه رسولي.

د دغه ریاست د زیانونو آمر احسان الله وایي، د دغو ورښتونو او سیلابونو له امله په اسعد آباد او وټه پور ولسوالۍ کې شااوخوا ٥٨ استوګنیز کورونه، لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، یو باب مسجد، د چرګانو دوه فارمونه، د پاکو اوبو یوه شبکه، یو هوټل، دوه هټۍ، سړکونه، د اوبو ویالې، استنادي دېوالونه او د برېښنا ستنې تخریب شوي دي.

نوموړي د ځاني زیان په اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز پکتیا کې پېښو ته د رسېدو ریاست طالب مسوولین وايي، چې په روحاني بابا او ګردې څېړۍ ولسوالیو کې د ورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۲ د استوګنې کورونه نړېدلي او د دې سربېره یې د بزګرانو پراخه کرنیزې ځمکې هم له منځه وړې دي.

د مسوولینو په خبره چې یاد زیان د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند کلاکي او نجارانو په سیمه او د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سروخېلو سیمه کې اوښتی دی.

له سېلابونو زیانمن شوي خلک له اړونده مرسته کوونکو ادارو غوښتنه کوي چې له دوی سره دې په سرپنا او لومړنیو خوراکي موادو برخه کې همکاري وکړي.

تېره شپه د کابل ارغندې ولسوالۍ هم د سختو بارانونو شاهده وه.

د راپورونو له مخې، سیلابونو په دې ولسوالۍ کې هم زیانونه اړولي دي.

د تېرې شپې د ورښتونو او سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو عمومي شمیرې تر اوسه نه دي خپرې شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه