اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ولایت په نېش ولسوالۍ کې يوه ۵۵ کلن سړي ۸۰ متره برمې ته تر لوېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کندهار کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ صابر وايي، ياده پېښه نن (شنبه، ۳۱ د چنګاښ) سهار رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، برمې ته لوېدلی کس جمادار آکا نومېده او د ارزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ اصلي اوسيدونکی و، چې له څه مودې راهيسې يې دغلته باغواني کوله.
صابر وایي، د نننۍ پیښې ځای ته طالب مسوولین، د عامې روغتیا او د ژغورنې ټیمونه ورغلي وو، څو یاد سپین ږیری له ۸۰ متره ژورې برمې راوباسي، خو په خبره یې چې یاد کس تر را ایستلو وروسته مړ شوی دی.
کندهار کې بیا د طالبانو مشرانو خپلو ځايي مسوولينو ته دنده سپارلې ترڅو د ټولو زړو او نويو برمو سرونه پټ کړي څو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخه ونیول شي.
