د افغانستان د کرکټ مشر روزونکی او یو لوبغاړی جریمه شول

Photo: Getty Images

اطلاعات روز: د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټروټ او لوبغاړی عظمت الله عمرزی له بنګله دېش سره په دويمه شل اوريزه لوبه کې د دغې شورا د اخلاقي اصولو د ماتولو له کبله جريمه کړي دي.

ټروټ د باران د دمې پر مهال د لوبڅار پر پرېکړې د ناخوښۍ له کبله د یادې لوبې د فيس ۱۵ سلنه جريمه شوی دی. کله چې لوبڅار د باران د دمې د اوږدولو پرېکړه وکړه، نو ټروټ د سر په ښورولو او په ټيټ اواز د يو څه په ويلو خپله ناخوښي څرګنده کړه.

عمرزی هم د لوبې د فيس ۱۵ سلنه جریمه شوی ځکه چې د لوبې پر مهال يې داسې حرکت کړی و او داسې څه يې ويلي و، چې د یوه سوځول شوي توپ وهونکي توند غبرګون يې راپارولی شو. دا پېښه هغه مهال وشوه چې کله عمرزي د بنګله دېش لوبغاړی توحيد هریدوی وسوځاوه او د ده مخ ته په ورتلو يې په غوسه ورته له لوبغالي د وتلو اشاره وکړه.

ټروټ او عمرزي دواړو دا پرېکړه منلې ده.

د تېرو دوو کلونو پر مهال دا لومړی ځل دی چې ټروټ او عمرزي جریمه کېږي . ټروټ اوس د بدنامۍ دوه نومرې لري، خو عمرزی يو لري. که يو لوبغاړی په ۲۴ مياشتو کې دننه تر څلور زيات د بدنامۍ نومرې تر لاسه کړي، نو يوه مياشت له لوبو بندېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه