ننګرهار کې د کرکټ انټرکلب سیالۍ پېل شوې

اطلاعات روز: د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولین وایي، چې د بورډ د کورني کرکټ څانګې په لارښوونه یې ننګرهار کې د ۴۸ کلبونو ترمنځ سیالۍ پېل کړي چې دوه میاشتې به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مرستیال حلیم احمدزی وایي، دغه سیالۍ نن (پنج شنبه، ۲۹ د چنګاښ) د ننګرهار اړوند د نجیب الله ترکي لوبغالي کي پېل شوې.

نوموړی زیاتوي یادې سیالۍ به دوه میاشتې دوام وکړي، چې موخه یې د ولایت په کچه کرکټ لوبې ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کول دي.

احمدزی زیاتوي: «سږکال به د انټرکلب سیالۍ د هیواد په ۳۱ ولایتونو کې ترسره کیږي انشاءالله اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې پای ته رسیدلي او په ۶ ولایتونو کې پېل شوي، ننګرهار کې په دې سیالیو کې تقریباً ۴۸ کلبونه ګډون لري او ۱۵۲ لوبې به کوي او دوه میاشتې به دوام ولري.»

لوبغاړي هم دا لوبې د ځان لپاره يو ښه فرصت بولي، چې له دې لارې به وکولای شي د زون او بیا ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.

نصیرخان چې په دې لوبو کې لوبېږي د کرکټ بورډ له ادارې غواړي چې کورنی کرکټ لا پراخه کړي.

نصیر خان زیاتوي: «که چیرې یو لوبغاړی خپل استعداد همدې سیالیو کې معلوم کړي، نو هغه کولای شي مخکې لاړ شي او له همدې لارې د هیواد نماینده ګي هم کولای شي؛ غوښتنه کوو چې دا ډول لوبې دې لا زیاتې شي او هم غوښتنه کوو چې دا ډول لوبې سپانسر شي او ملاتړ دې وشي.»

د کرکټ روزونکی فطرت الله هم دا لوبې د لوبغاړو لپاره ګټورې ځکه بولي چې وایي، له دې ځایه یو لوبغاړي د کرکټ لومړني اصول زده کوي.

فطرت الله زیاتوي: «دا ډیرې مهمې سیالۍ دي ځکه د یوه لوبغاړي بنسټ چې په انټرکلب سیالیو کې جوړ شي او د کرکټ په قوانیونو پوه شي او له نورو ملي لوبغاړو سره سیالۍ ترسره کړي او د هغوی له تجربو برخمن شي نو دا به ډیرې مهمې سیالۍ وي.»

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د داخلي کلبونو ترمنځ د کرکټ یادې سیالۍ په ۳۱ ولایتونو کې ترسره کیږي، چې په ۱۵ ولایتونو کې پای ته رسیدلي او د ننګرهار په ګډون په ۶ ولایتونو کې دوام لري.

ننګرهار د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی، چې د کرکټ استعدادونه او مینه وال پکې تر نورو سیمو زیات دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه