پر قومي مشرانو د پاکستان شناخت کارټونو وېش؛ ښکاره لاسوهنه چې حکومت پرې چپ دی

پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې قومي مشرانو ته هویت کارټونه ورکوي

خبریال: جان اغا صالح

د ننګرهار ولایتي شورا وایي، پاکستان د دې ولایت ډیورنډ فرضي کرښې ته نیږدې ولسوالیو کې ځینې قومي مشرانو ته شناخت کارټونه ورکوي.

د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت ادعا کوي، چې د پاکستان حکومت لخوا د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې ځینې قومي مشران هغه هېواد ته غوښتل شوي دي، تر څو د پاکستان هویت کارتونه واخلي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پاکستاني حکومت دغه قومي مشرانو ته د شناخت کارتونو د ورکړې بدل کې په سیمو کې د برښنا د اسانتیا پر برابرولو سربېره، د سړکونو جوړولو او روغتیايي چوپړونو اسانتیاوو د برابرېدو ژمنې هم کړي.

احمدعلي زیاتوي: « مونږ مالومات لرو چې سرحدي سیمو کې ځينې قومي مشران پاکستان ته بلل شوي او هلته ورته په مختلفو برخو کې ژمنې هم شوي او دا ورته ویل شوي که شناخت کارټونه واخلئ هر څه به وشی.»

د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت

نوموړی همداراز وایي، ډیورڼد فرضي کرښې ته په نیږدې ولسوالیو کې سلګونه خلکو ته پاکستاني شناخت کارتونه ویشل شوي هم دي او هم پاکستاني حکومت د اغزن تار په اوږدو کې داسې ساحې وسله والو ډلو ته پریښي چې پرې اسانه د افغان دولت مخالف وسله وال تګ راتګ کولای شي.

ښاغلي احمدعلي حضرت اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستاني حکومت له لوري د ډیورڼد فرضي کرښې ته په نیږدې پرتو ولسوالیو کې قومي مشرانو ته دا ډول وړاندیزونه کیږي، بلکې له دې وړاندې هم شوي وو، خو په دې وروستیو کې یې دا هڅې تر پخوا ډیرې ګړندۍ شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د ډیورنډ فرضي کرښه باندې چې کوم اغزن تار تیر شوی پاکستاني حکومت ورته وسله والو ډلو ته داسې لارې او ساحې هم پریښي چې دوی پرې افغان خاوري ته په اسانۍ تګ راتګ کولای شي او دا کار په لوی لاس پاکستاني حکومت کړی.»

په همدې حال کې د ننګرهار د قبایلو چارو رییس وجیه الرحمن اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې پاکستان ته د قومي مشرانو تازه ورتګ نه مني خو وایي، له دې وړاندې هم پاکستاني حکومت د ډیورنډ فرضې کرښې دې غاړې ځایي خلکو ته د خپلو شناخت کارتونو د ویشلو هڅې ډيرې کړي وې.

نوموړی زیاتوي: «له دې وړاندې هم دا هڅې شوي د پاکستان له لوري خو قومي مشرانو دا نه دي منلي او په دې برخه کې ورسره په مختلفو برخو کې ژمنې هم شوي خو ولسي خلکو نه دي منلي.»

د ننګرهار د قبایلو چارو رییس وجیه الرحمن

ولسي خلک هم د پاکستان له لوري په دې وروستیو کې د شناخت کارټونو ویشلو اندیښمن کړي او له افغان حکومت په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي. د لعلپورې ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي عبدالبصیر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې پر افغان حکومت غږ وکړ چې په دې ولایت کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه ولسوالیو کې د پاکستاني حکومت د لاسوهنو مخنیوی وکړي.

هغه وویل: «مونږ هم دې حالت اندیښمن کړي یو، ځکه د دغه اغزن تار په واسطه دوه کورنۍ دوه قومونه سره بیل شوي او دا هیڅ د منلو نه ده له حکومت هم ګیله لرو چې په دې برخه کې یې هیڅ غبرګون نه ښایی.»

د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د مېشتو قومونه ته د پاکستان هویت کارټونو وېش څه نوې خبره نه ده، خو د ځایي خلکو په وینا دا ځل پاکستان له دې لارې د لویې لوبې پیلولو تکل لري.

له دې وراخوا په دې وروستیو کلونو کې پاکستان هېواد پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرولو کار پیل او د رسنیو راپورونو له مخې چې د دغه تار کارونه تر ډېره بشپړې شوې دي. که څه هم خلکو له مرکزي حکومته د دې تار غځولو پر وړاندې د ګام پورته کولو غوښتنه وکړه، خو د خلکو په وینا، څنګه چې په کار وه، حکومت یې پر وړاندې راپورته نه شو چې بالاخره پاکستان حکومت په دې کار کې بریالی شو.

د پاکستان له خوا د ډیورنډ پر فرضي کرښه اغزن تار چې تر ډېره یې کار بشپړ شوی دی.

اوس یو ځل بیا ځایي خلک او نور افغانان د ټولنیزو رسنیو او نورو لارو پر حکومت غږ کوي، چې د پاکستان دا کړنه د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ده او باید د دې عمل پوښتنه وکړي.

له دې وړاندې بیا د پاکستان په اړه داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې دغه هېواد د ننګرهار د ډیورند فرضي کرښې ته په نیږدې ولسوالیو کې د پراختیایي پروژو د پلي کیدو مخنیوی کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه