اطلاعات روز: د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ د «بلند دښت» سيمې اوسيدونکي وايي چې دوی په سيمه کې هيڅ ډول روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د دې سيمې اوسيدونکي وايي چې «بلند دښت» سيمه کې له څو لسيزو راهيسې په زرګونو کورنۍ ژوند کوي او د نورو خداماتو د نشتون تر څنګ د روغتيا په برخه کې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د دې سيمې يو تن مشر عبدالرازق وايي چې په تيرو درې لسيزو کې حکومتونو دوی ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.
دی زياتوي چې په سيمه کې هيڅ روغتيايي مرکز نشته او ناروغان يې د ولسوالۍ مرکز ته په داسي حال کې انتقالېږي چې دا مرکز ورڅخه په لسکونه کيلومتره لرې دی.
نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی په سيمه کې دي روغتيايي ستونزې ورته حل کړي.
ده وويل: « د ولسوالۍ مرکزي روغتون زموږ له سیمي څخه ۲۰ کلیو متره لرې دی او په دې سيمه کې ۷ زره کورنۍ ژوند کوي او کوم کسان چې نقليه وسایط ونه لري، پلي ورته د ناروغ وړل سخت ستونزمن دي.»
د دې سيمې يو بل اوسيدونکی عبدالجان وايي چې په «بلند دښت» سيمه کې د نقليه وسايطو شمېر هم کم دی او ډير خلک تر ۴ ساعته پلي مزل وروسته روغتيايي مرکزونو ته رسېږي.
نوموړی وايي چې داسي پېښي هم شوې دي چې روغتيايي خدماتو ته د نه لاسرسي له وجې يې ناروغان په کورو کې مړه شوي دي.
ده د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په سيمه کې د دوی د روغتيايي ستونزو تر څنګ دي د ژوند د نورو اسانتياوو رامنځته کولو ته هم پاملرنه وکړي.
ده ويلي: « څو ورځې وړاندي یوه مېرمن چې ناروغه وه او پر موټرسایکل د ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته وړل کېده خو موټر سایکل په لاره کې خراب شوی و او هغې مېرمنې پر لار ساه ورکړه چې د لوی اختر په ورځ مو په هدیره کې خاورو ته وسپارله.»
د هلمند ولايت ځايي مسولن وايي چې د دې ولايت په مارجې ولسوالۍ کې يې د ليري پرتو سيمو لپاره دوه ګرځنده او يو بشپړ روغتيايي مرکز فعال کړي دي.
د دې ولايت د عامي روغتيا د ریاست د مرستيالۍ لپاره د طالبانو مسوول ډاکټر نقيب الله فاتح وايي خلک د دې ولسوالۍ په هره پنځه کيلوميټرۍ کې د روغتيايي مرکز د فعاله کيدو غوښتنې کوي په داسي حال کې چې د دوی پالیسي په دې ډول نه ده.
هغه زیاته کړه: «د مارجې ولسوالۍ د دښت په سيمه کې دوه ګرځنده يا موبایل ټیمونه او یو فيکس روغتیایي مرکز فعاله دي او د نهر سراج او مارجې د دښت سیمو تر څنګ د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې د ۲۴ ساعته روغتیايي خدماتو د وړاندي کولو اړوند مو وزارت ته وړاندېزونه کړي او ۷۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي. تمه شته چې ډیر ژر به هلته نوي روغتیایي مرکزونه منظور شي.»
د يادونې وړ ده چې له هلمند سره-سره د افغانستان په ډير شمير نورو سيمو کې هم خلک په روغتيايي برخو کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي او داسي ډېري پېښي شوې دي چې روغتيايي مرکزونو ته د نه لاسرسي امله ناروغان مړه شوي وي.
