اطلاعات روز: د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموينې بهير نن (پنجشنبه، ۲۹ د چنګاښ) د هيواد په ۱۱ ولايتونو کې د نجونو له شتون پرته پيل شو.
د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموينې په لومړۍ دوره کې باميان، دايکندي، غور، فارياب، جوزجان، پکتيا، خوست، لوګر، بغلان، سرپل او تخار ولايتونه شامل دي. سبا به هم په دې ولايتونو کې د کانکور ازموينه اخيستل کېږي.
د ازموينو ملي ادارې اعلان کړی دی چې د سږ کال په کانکور ازموينه کې به يوازي هلکان ګډون کوي.
د دې ادارې په وينا، د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت له لوري يې يوازي د نارينه محصلينو د جذب لړليک تر لاسه کړی دی.
د ازموينو ادارې زياته کړې ده چې د کانکور د ګډوونکو په انتخاب کې مسئوليت نه لري او «دا د لوړو زده کړو د وزارت کار دی چې له چا ازموينه اخلي او له چا يې نه اخلي».
د تېر کال په کانکور ازموينه کې نجونو ګډون کړی و، خو طالبانو د څانګې په انتخاب کې محدوديت پرې لګولی و.
