اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست متقي ته په افغانستان کې د «ټيکاو او سرتاسري امنيت» د تأمينېدو مبارکي ويلې ده.
ښاغلی درانی پرون (چارشنبه، ۲۸ د چنګاښ) کابل ته راغی او له متقي سره يې وليدل.
دا سفر په پاکستان کې د بريدونو او د پاکستاني طالبانو په تړاو د کابل او اسلام اباد تر منځ د ترينګلتيا تر زياتېدو وروسته کېږي.
وړاندي يوې پاکستاني رسنۍ د پاکستان د حکومت د ځينو سرچينو په وينا لیکلي و چې ښاغلي دراني ته دنده ورکړل شوې ده چې طالبانو ته د پاکستان څرګند پيغام انتقال کړي او د دې هيواد د صبر د تمامېدو په تړاو ورته خبرداری ورکړي.
پاکستان طالبان له تروريزم سره په مبارزه کې د خپلې ژمنې په نه عملي کولو تورنوي او وايي چې دې ډلې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې ده.
د پاکستاني چارواکو په وينا، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بريدونه زيات شوي دي.
خو په کابل کې طالبان د پاکستاني چارواکو دا ادعا ردوي.
په عين مهال کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي چې متقي له دراني سره په ليدنه کې هيله ښوولې ده چې د دواړو لورو تر منځ سياسي او اقتصادي اړيکې به تر پخوا زياتې شي. ده ويلي دي چې د دې لپاره ګډ کار ته اړتيا ده.
د بلخي په وينا، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ويلي دي چې «په افغانستان کې د سولې تر راتلو وروسته»، د افغانستان او پاکستان د اقتصادي ودې، د پروژو د پيلېدو او د دواړو هيوادونو تر منځ د سوداګرۍ د زياتوالي فرصت را منځ ته شوی دی.
متقي ليکلي دي: «افغانان هيڅکله چاته زيان نه رسوي. موږ اجازه نه ورکوو چې د کوم هيواد پر ضد دي زموږ هيواد وکارېږي او تل په سيمه کې د سولې او ثبات هڅه کوو».
بلخي وړاندي د دراني په وينا ليکلي دي: «تر څلور لسيزې جنګ او ستونزو وروسته، تاسو ته د ثبات او سرتاسري امنيت مبارکي وايم.»
د بلخي په وينا دراني ويلي دي چې د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا هڅې کوي او د سوداګرۍ په برخه کې هم پرمختګونه شوي دي.
ده زياته کړې ده: «سيمهييزه سوله د ټولو په ګټه ده او موږ به د امنيت په برخه کې همکاري سره کوو.»
دراني ژمنه کړې چې د جلال اباد – تورخم د لويي لارې د رغونې کار به بيرته پیلوي او همدا راز به د افغان مسافرينو او ناروغانو لپاره اسانتياوې برابروي.
متقي په پاکستان کې د افغان زندانيانو او سوداګرو د مشکلاتو د حل غوښتنه هم کړې ده.
