اطلاعات روز: افغانستان د پاسپورټونو په نړیواله درجه بندۍ کې وروستی او سينګاپور بیا جاپان شاته کړی او لومړی ځای يې نيولی دی.
د پاسپورټ د هينلي شاخص په وينا، د سينګاپور اتباع کولای شي چې له ويزې پرته ۱۹۲ هيوادونو ته سفر وکړي.
د الجزیرې د راپور له مخې د سويل ختيځې اسيا دا هيواد د ۲۰۲۱ کال پر مهال لومړی و، خو په ۲۰۲۲ کال ترې جاپان دا ځای ونيوه.
جاپان چې په وروستيو پنځو کلونو کې څلور کاله په لومړۍ درجه کې کې و، اوس درېيم راغلی او د دې پاسپورټ لرونکي ۱۸۹ هيوادونو ته بې ويزې سفر کولای شي. همدا راز په دې درجه بندۍ کې له جاپان سره فرانسه، اسټريا، فينلينډ، سويډن، لوکزامبرګ او جنوبي کوريا هم يو ځای دي.
متحده ايالات د ۲۰۱۴ کال پر مهال په لومړۍ درجه کې و، خو اوس اتمې درجې ته ښکته شوی چې دا يې تر دې مهاله تر ټولو وروستۍ درجه ده.
افغانستان د دې شاخص په نوملړ کې په تر ټولو وروستۍ درجه کې دی چې اتباع يې ۲۷ هيوادونو ته بې ويزې سفر کولای شي. تر افغانستان وړاندې يمن، پاکستان، سوريه او عراق دي.
هينلي اينډ پارټنرز په لندن کې مېشته د کډوالۍ شخصي اداره ده چې د نړيوال هوايي ټرانسپورټ د اتحاديې د ډېټا پر اساس کلنۍ درجه بندي کوي. دا اداره په خپل شاخص کې د هيوادونو درجه بندي يو هيواد ته له ويزې پرته د سفر پر اساس کوي.
