د افغانستان لپاره د سويډن کميټې خپل يو شمېر فعاليتونه وځنډول

اطلاعات روز: د طالبانو له لوري د سويډن پر فعاليتونو تر بنديز وروسته، د افغانستان لپاره د سويډن کميټه وايي، چې يو شمېر فعاليتونه يې په موقتي توګه ځنډولي دي.

دې کميټې پرون (سې‌شنبه، ۲۷ د چنګاښ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ  په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړه ده او هڅه به وکړي چې څومره ژر کولای شي بيرته له سره د خپلو فعاليتونو د کولو اجازه ترلاسه کړي.

د افغانستان لپاره د سويډن کميتې زياته کړې، چې له طالب چارواکو سره په ملي او محلي کچه د تعامل او خبرو په حال کې دي چې يو حل لاره ومومي. دې کميټې له خپلو کارکوونکو هم غوښتي چې له کوره کار وکړي.

د افغانستان لپاره سويډن کميټه وايي، چې تېر کال يې په خپلو کيلينيکونو کې يوازې په ميدان وردګ او نورستان ولايتونو کې د ۲.۵ ميليونه وګړو درملنه کړې ده.

دې کميټې همدا راز زياته کړې، چې په ښوونځيو کې يې د ۱۳۳ زره ماشومانو او په ۱۸ ولايتونو کې تر ۲۰ زره د زياتو معلولو وګړو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان لپاره د سويډن کميټې ویلي، چې دا يو غير دولتي سازمان دی چې د ۱۹۸۰ ميلادي کال پر مهال د اتحاد د يوه خوځښت په توګه د خلکو له لوري د خلکو لپاره را منځته شوی او موخه يې داده چې د افغانانو د برخليک د ټاکنې د حق ملاتړ وکړي. ويل شوي چې دا کمېټه اوس مهال په افغانستان کې اته زره کارکوونکي لري.

دې کميټې زياته کړې، چې يو خپلواک او بې پرې سازمان دی او له دولتونو او سياستونو سره يې هیڅ ډول اړيکه نه لري.

د افغانستان لپاره د سويډن کميټې ويلي، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې له کليوالي ټولنو سره په نږدې همکارۍ او د اسلام دين او محلي دودونو ته په «ژور احترام» په افغانستان کې کار کوي.

دې کميټې په سويډن کې د قرآن سپکاوی هم په کلکه غندلی دی.

طالبانو په سويډن کې د يوه کس له لوري د قرآن کریم د سوځولو له کبله په افغانستان کې د دې هيواد پر فعاليتونو بنديز لګولی او ويلي يې دي چې دا فعاليتونه به تر هغه وخته ځنډېدلي وي چې سويډن له مسلمانانو بښنه نه وي غوښتې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه