اطلاعات روز: ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په اړه د خپل هيواد د چارواکو له «څرګند پيغام» سره کابل ته سفر وکړي.
د ايکسپريس ټريبيون له راپور سره سم، ښاغلی درانی به سبا (چارشنبه، ۲۸ د چنګاښ) کابل ته سفر وکړي.
دې رسنۍ د پاکستاني حکومت د يوې سرچينې په وينا ليکلي دي چې ښاغلي دراني ته دنده ورکړل شوې چې طالبانو ته د پاکستان څرګند پيغام ورسوي او د پاکستان د صبر د تمامېدو په اړه ورته خبرداری ورکړي.
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ۱۲ پاکستاني پوځيانو تر وژل کېدو وروسته، د دې هيواد چارواکو په پراخه توګه پر طالبانو نيوکې کړې دي چې له تروريزم سره په مبارزه کې خپلو تعهداتو ته ژمن نه دي.
د پاکستان پوځ د يوې اعلاميې له لارې په افغانستان کې دننه د تحريک طالبان پاکستان د غړو د ازاد تګ – راتګ په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه.
پاکستاني چارواکو له طالبانو غوښتي دي چې تروريستانو ته دي اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې استفاده وکړي.
طالبانو د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړې دي او ويلي يې دي چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پر خلاف وکاروي.
