اطلاعات روز: په خوست ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون له طب پوهنځي تازه فارغو شویو محصلينو د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو پرمخ دې د پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیزي.
دوی دا څرګندونې نن له یاد پوهنتون څخه د فراغت په جوړو شویو مراسمو کې کړې او ویلي يې دي چې د نجونو له زده کړو پرته افغان ټولنه پرمختګ نشي کولای.
شیخ زاید پوهنتون اوس مهال په بېلابېلو پوهنځیو کې زرګونه محصلین لري، خو له دې ډلې ښځینه محصلینې په کور کېنول شوې دي.
همدا راز دې محصلينو له اړونده مسوولو ادارو غوښتنه کړې چې دوی ته کاري زمينې برابرې کړي. د دوی په وينا که ورته په روغتیايي مرکزونو کې د کار زمینه برابره نشي، مجبور دي چې بهرنیو هیوادونو ته د کار لپاره لاړ شي.
د یاد پوهنتون د مسوولینو په وينا، په دې ۲۲ دوره کې ۱۰۰ نارینه محصلینو ته له روغتيايي زده کړو د فراغت سندونه ورکړل شول.
