اطلاعات روز: لوګر ولایت کې یو ځوان چې په یوې لاسي ګاډۍ کې یې ایسکریم پلورل د نامعلومو دلایلو له امله یې خپل ځان په ډزو وژلی دی.
په دې ولایت کې یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه ځوان عمر شاوخوا ۲۸ کلونو ته رسېده او تېره ورځ (دوشنبه، ۲۶ د چنګاښ) یې په خپل کور کې ځان وژنه کړې ده.
د سرچینې په خبره، یاد ځوان څه موده وړاندې د مزدورۍ لپاره ترکیې هیواد ته هم تللی و، خو د یاد هیواد د حکومت له لوري بیرته افغانستان ته را ولېږل شو.
ویل کیږي چې یاد ځوان د خوست ولایت اوسېدونکی و او د سرچینې د معلوماتو له مخې نوموړي د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره په مرکز پل عالم کې په یوې لاسي ګاډۍ کې ایسکریم پلورل.
تر اوسه د نوموړي د ژوند او رامنځته شوې پېښې په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، خو تر ډېره دا ډول پېښې په اوسنیو شرایطو کې د اقتصادي ستونزو او رواني ناروغیو له امله رامنځته کیږي.
