ملګري ملتونه: طالبان د ښځو او نجونو د حقونو محدودولو ته دوام ورکوي

AP Photo/Ebrahim Noroozi

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) وايي، چې طالبان د ښځو او نجونو د حقونو محدودولو ته دوام ورکوي او دا محدوديتونه د زياتېدو په حال کې دي.

يوناما نن (دوشنبه، ۲۶ د چنګاښ) د روان ميلادي کال د می او جون مياشتو پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه راپور خپور کړی او د ښځو پر حقونو د نويو محدوديتونو بېلابېلو اړخونو ته يې اشاره کړې ده.

په دې راپور کې راغلي، چې د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د می مياشتې پر درېيمه يوازې نارينه‌وو ته اجازه ورکړه چې د «اکمال تخصص» په ازموينه کې ګډون وکړي او په دې توګه دا محدوديت د طب په څانګه او په عمومي توګه په پوهنتونو کې د نجونو د زده کړې پر بنديز اضافي يو بل محدوديت دی.

يوناما ويلي، چې د طالبانو پوليس د ښځو پر سفر د محدوديتونو د تطبيق په هڅه کې د می مياشتې پر لومړۍ نېټه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د يوې نړيوالې موسېسې دوې ښځينه کارمندانې له محرم پرته د سفر کولو په تور ونيولې.

په دې راپور کې راغلي، چې د طالبانو استخباراتي مامورينو د روان ميلادي کال پر مهال د جون مياشتې پر درېيمه يوه قابله چې له خپل کارځايه تله ونيوله او له هغې يې له يوې غير دولتي نړيوالې موسېسې سره د کار کولو په تړاو څېړنې وکړې.

د دې راپور پر اساس، دا ښځه پنځه ساعته د طالبانو د استخباراتو په زندان کې وه او دوی ګواښلې وه چې که کار ته دوام ورکړي نو وبه وژل شي.

يوناما ويلي، چې دې ښځې تر ګواښ دوې ورځې وروسته استعفا ورکړه.

په دې راپور کې راغلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورينو د جون مياشتې پر ۱۹مه نېټه په باميان ولايت کې يوه ښځه ووهله او له عمومي پارک څخه يې وشړله.

دې بنسټ زياته کړې، چې د دې دوو مياشتو پر مهال يې داسې پېښې ثبت کړي چې طالبان د ښځو تر مشرۍ لاندې د غير دولتي موسېسو يا هم د هغو غير دولتي موسېسو په چارو کې مداخله کړې چې ښځې استخداموي.

په دې راپور کې راغلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسوولينو د يوې غير دولتي موسېسې توکي چې د ښځې له خوا اداره کېدله ضبط کړي او د دې ډلې اقتصاد وزارت د دوو نورو غير دولتي موسېسو جوازونه ځکه لغو کړي چې په دفترونو کې يې ښځينه کارمندانې وې.

يوناما په خپل راپور کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو پر کارمندو ښځو سختو بنديزونو د دې سازمان فعاليت اغېزمن کړی دی.

دې بنسټ زياته کړې، چې له کم شمېر پرته د يوناما ټول ښځينه او نارينه کارکوونکي د اپريل مياشتې له ۱۵مې نيټې راهيسې له کوره کار کوي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر حقونو سخت بنديزونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې په سيسټماټيکه توګه د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي او داسې چلند «جنسيتي اپارتايډ» کېدلای شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه