کندهار کې بڼوال او سوداګر وايي، سره له دې چې د دغه ولايت انګور ښه کيفيت، بهترینه ذايقه او نړيوال شهرت لري خو بيا هم د بېلابېلو ستونزو له امله تر نړيوالو بازارونو نه رسيږي.
د کندهار ژېړۍ، پنجوايي، شاوليکوټ، ډنډ، دامان، ارغنداب، سپين بولدک، معروف او ارغستان هغه ولسوالۍ دي چې د انګورو باغونه یې هرکال زرګونه ټنه حاصلات ورکوي، خو یوازې تر ګاونډیو هیوادونو رسیږي.
د انګورو باغ لرونکي وايي، د تازه انګورو کيفيت يې تر نورو بهرنيو انګورو ډير ښه دی، خو نړيوالو بازارونو ته د نه رسېدو له کبله اړ دي چې په ډير ټيټ قیمت يې په پاکستاني مارکيټونو کې وپلوري.
که څه هم د تېر جمهوري حکومت په وروستيو ورځو کې د هوايي دهليز له لارې د کندهار انګور تر نړیوال بازار رسیدل، خو د همدې حکومت له سقوط سره يو ځای د هوايي دهليز دروازې د انګورو او انارو پر مخ بندې شوې دي.

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ يو تن د انګورو سوداګر سعدالله وايي، حکومت دې ورته د انګورو صادراتو لپاره هوايي دهليز پرانيزي ترڅو خپل حاصلات تر نړيوالو بازارونو ورسوي.
نوموړی زیاتوي، د هوايي دهليز نشت له کبله اړ دي ترڅو خپلې ۹۰ سلنه تازه میوې په پاکستاني بازارونو کې په نيمه بيه وپلوري.
هغه د طالبانو له سرپرست حکومت غواړي ترڅو هيواد کې سوړ ساتن ځايونه جوړ کړي څو باغ لرونکي د خپلو تازه ميوو حاصلات هلته وساتي او بيا یې ورو ورو د پاکستان، هند، دوبۍ او نورو هيوادونو بازارونو ته په ښه ډول عرضه کړي.
سعدالله وویل: « په داخل د افغانستان کې دغه يو د بسته بندۍ مشکل دی، زموږ د انګورو ډېره برخه پاکستان ته ځې په ۱۰۰ کې ۱۰ فيصده هندوستان ته ځې او ۹۰ فيصده پاکستان ته ځې، که ښه بسته بندي وشي، زموږ انګور به سل په سلو کې نړيوال بازار خپل کړي، زموږ يو مشکل دا دی چې موږ اوس سړې خونې نه لرو.»

دغه راز د تازه انګورو يوشمېر نور سوداګر بيا نړیوالو بازارونو ته د تازه مېوو د نه رسیدو اساسي لاملونه د لارو په اوږدو کې ستونزې، د بسته بندۍ لپاره د معياري کارخونو، د سوړ ساتن ځايونو او هوايي دهليزونو نشتون په ګوته کوي.
د تازه انګورو سوداګر قدرت الله وايي، پخواني حکومت له زياتو هڅو وروسته د وچو او تازه مېوو لپاره هوايي دهليزونه پرانيستل خو له سقوط سره يې ټول غيرې فعال شوي دي.
هغه د طالبانو د سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د تازه مېوو د صادراتو لپاره له بهرنيو هېوادونو سره نورې اسانتياوې رامنځته کړي څو افغان سوداګر له بهرنيو تجارانو سره معاملات ترسره کړي.
قدرت الله وويل: «تقريباً ۱۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ کسه يوازې دلته زموږ سره اخته وي، زموږ انګور چې پاکستان ته ځې هلته په کالدارو پلورل کيږي خو که هند او نورو ملکونو ته ولاړ شي بيا په ډالرو او افغانيو خرڅېږي، په ډالرو او افغانيو کې زموږ ګټه ډېره ده، کالدارې خو اوس تاسو ته معلومې دي چې هره ورځ خپل ارزښت د لاسه ورکوي.»

هغه د طالبانو له سرپرست حکومت او پاکستان دولت څخه غوښتنه کوي چې د لارې په اوږدو کې د تازه ميوو موټرو ته پر ټاکلي وخت د اوښتو اجازه ورکړي ځکه په خبره يې چې هر کال په ډيره اندازه تازه کندهاري انګور او انار د لارې په اوږدو کې د بېلابېلو ستونزو له امله خرابېږي او کيفيت له لاسه ورکوي.
ورته مهال کندهار کې د تازه مېوو د اتحاديې مسوولين د انګورو او نورو تازه ميوو د صادارتو لپاره د پلان او طرزالعمل د جوړېدو خبر ورکوي.
د کندهار د تازه مېوو د اتحاديې مشر حاجي ناني آغا اطلاعات روز ته وویل، سږکال به د کندهار انګور د نورو کلونو په پرتله زيات حاصل ورکړي او باغ لرونکي ته به هم ښه ګټه په لاس ورشي.
د ده په وينا: «تر تېر کال به سږکال د صادارات ډېر وشي، په رياست ګمرکاتو کې چې دا جر وهل کېږي دا د تازه مېوو سوداګرو ته ډير لوی تاوان رسوي، پروسږکال هم داسې و بيا یې حل کړ، نو سږکال دې هم دا بند شي، دا په کانټینري موټرو کې تازه مېوې يخې پرتې وي بيا چې دوی يې دا لمر ته را ښکته، خوند يې خرابېږي، رنګ اړوي، انګور ورستېږي.»
حاجي نانی آغا زیاتوي، سږکال د کندهار انګور د بې وخته ورښتونو، طبيعي افتونو او نورو ستونزو څخه خلاص دي او له همدې کبله به يې حاصلات زيات وي.
نوموړی له نړیوالو زراعتي موسېسات او واکمن حکومت څخه غواړي چې په ګډه دې هڅې وکړي ترڅو راتلونکي کال کې د هوایي دهلیز دروازې پرانیستل شي او سوداګر خپلې تازه مېوې تر آسيايي، اروپايي او امريکايي هيوادونو پورې ورسوي.

په همدې حال کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال عبدالباقي بينا وایي، چې تېرکال له کندهار څخه نورو بهرنيو هېوادونو ته ۱۵زره، ۷سوه او ۳۳ ټنه انګور صادر شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د پورته صادر شويو انګورو څخه سوداګرو او باغ لرونکو ته ۸ ميليونه، ۳۳۸زره او ۳۰۲ ډالره ګټه په لاس ورغلې او په وينا يې چې دا رقم به سږکال نور هم پورته شي.
بينا وويل: «زموږ لومړنی مارکېټ يا بازار پاکستان دی، ځکه آسانه باريږي او آسانه تر ادرسه رسېږي، ځکه انګور نازک شی دي او بيا په ګرمۍ کې دا ټولېږي او بارېږي، خوشبختانه د تېرو څو کلونو راهيسې زموږ انګور په يخچالې موټرو کې رسيږي چې دوام يې ډېر شوی.»
