کندهار کې د نس ناستې ناروغۍ زیاتوالی؛ روغتياپالان: خلک حفظ الصحه نه مراعاتوي

اطلاعات روز: کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون مسوولين وايي، چې په تېرو دریو میاشتو کې دغلته نږدې پنځه سوه ماشومان په شديدې نس ناستې ناروغۍ اخته او بستر شوي دي.

د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر محمد صدیق وایي، چې له یوې خوا ګرمي او له بلې خوا د کورنیو له لوري حفظ الصحې ته پاملرنه د دې لامل شوي چې ډیری ماشومان په نس ناستې یا اسهال ناروغۍ اخته شي.

نوموړی زیاته کړه: «پروسږکال په مجموع کې موږ ته ۱۱زره،  ۳ سوه او ۱۳ مريضان د اسهال د وجې راوړل شوي، چې د هغو پس له کتلو څخه ۷زره او ۴۵۱ يې داسې وو چې بستر يې نه غوښته هغو ته مو درمل ورکړي او کور ته مو رخصت کړي او ۳زره،  ۸سوه او ۶۲ ماشومان چې هغه ضرور وو چې بايد بستر شي نو هغه مو بستر کړي او بيا تر علاج وروسته رخصت شوي دي، سږکال خو په دا دريو مياشتو کې تقريبأ ۵۰۰ مريضان بستر شوي دي»

په ورته وخت کې د دغو ماشومانو د کورنۍ غړي وايي، هرکال د ګرمۍ په راتګ سره يې ماشومان په بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي چې له هغو څخه یوه یې د نس ناستې ناروغۍ ده.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ څخه راغلي حکمت الله اطلاعات روز ته وویل، ماشوم يې د ناپاکو خوړو له امله په نس ناستې ناروغۍ اخته شوی او له نورو خلکو غوښتنه کوي ترڅو په خپلو کورونو کې د ماشومانو د خوړو او چارچاپېره حفظ الصحې ته پاملرنه وکړي.

همدارنګه د هلمند ولايت څخه راغلی سيدګل زياته کړه، چې د خراب اقتصادي وضعيت له امله يې هيڅ ډول حفظ الصحه نه ده برابره او له موسېساتو په شته برخو کې د مرستې غوښتنه کوي.

سیدګل وویل: «يو خو خلک غريبان دي، بل نو زموږ د صحرا ژوند دی، ګرميانې دي، که زموږ د خلکو سره د پاکو اوبو د برمو مرسته وشي، صابون راکول شي، باره امکان شته چې مريضي کمه شي.»

روغتياپلان هم په نس ناستې ناروغۍ د اخته کېدو پړه د کورنيو لخوا د حفظ الصحې پر نه مراعاتولو اچوي او له خلکو غوښتنه کوي چې د خپلې کورنۍ پاکوالي ته پوره پاملرنه وکړي او له پاکو خوړو ګټه پورته کړي.

د يادونې وړ ده چې کندهار او شاوخوا ولایتونه کې هرکال د دوبي په راتګ سره لسګونه کسان په نس تاسې ناروغۍ اخته کېږي چې یو شمیر ماشومان یې له امله ژوند هم بایلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه