اطلاعات روز: په کابل کې د روسيې سفير ديميتري ژيرنوف د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست امير خان مقتي سره په ليدنه کې نوموړي ته بلنه ورکړې چې د «مسکو فرمټ» په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت د وياند مرستيال حافظ ضيا احمد پرلپسې ټويټونو ليکلي، چې د روسيې سفير په دې ليدنه کې مقتي ته د راتلونکې «مسکو فرمټ» ناستې په اړه معلومات ورکړي دي.
د ضيا احمد په وينا چې مقتي د روسيې له بلنې مننه کړې او زياته کړې يې ده چې «مسکو فرمټ» په سيمه کې د همغږۍ په راوستلو کې مهم رول لري.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هېله څرګنده کړې چې کابل او مسکو به د ډيپلوماټيکو اړيکو په چوکاټ کې له دې غونډې ښه استفاده وکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د روسيې سفارت د «مسکو فرمټ» د غونډې په اړه معلومات نه دي ورکړي چې څه وخت به جوړېږي.
د «مسکو فرمټ» څلورمه غونډه تېر کال د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب د طالبانو له ګډون پرته جوړه شوې وه.
دا غونډه په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان په تړاو د نظر څرګندولو په موخه جوړه شوه.
د «مسکو فرمټ» په يوه غونډه کې د طالبانو د لومړي وزير مرستيال عبدالسلام حنفي ګډون کړی و.
