اطلاعات روز: د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد آصف په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) موجوديت ته په اشارې سره وايي، کومو تروريستانو چې د پاکستانيانو وينه بهولې، په همدې هيواد کې يې پناه اخيستې ده.
د پاکستان دفاع وزير نن (شنبه، ۲۴ د چنګاښ) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې طالبان نه د دې هيواد د ګاونډيتوب او ورورولۍ حق ادا کوي او نه هم د دوحې هوکړه ليک ته ژمن دي.
ده زياته کړې: «له ۴۰ څخه تر ۵۰ کلونو راهيسې د افغانستان له ۵۰ تر ۶۰ لکه وګړي په پاکستان کې اوسي، خو برعکس کومو تروريستانو چې د پاکستانيانو وينې بهولې دي، کولای شي د افغانستان په خاوره کې پناه واخلي.»
د پاکستان دفاع وزير ټينګار کړی چې دا وضعيت دوام نشي کولای او دوی به د خپلې خاورې او وګړو د ساتنې لپاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.
د پاکستان د دفاع وزير دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د دې هیواد پوځ پرون د یوې اعلاميې له لارې افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د غړو د ازاد تګ – راتګ او په تروريستي فعاليتونو کې د افغان وګړو د ښکېلتيا په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه.
د پاکستان پوځ له طالبانو غوښتي و چې د دوحې د هوکړه ليک له ژمنو سره سم دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هيواد پر ضد استعمال شي.
همدا راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ هم د تېرې اونۍ پنج شنبې ورځ له طالبانو غوښتي و چې هغې ژمنې ته دې پابند پاتې شي چې تروريستان به د افغانستان له خاورې استفاده نه کوي.
د پاکستاني چارواکو څرګندونې په داسې حال کې مخ ته راځي چې د تحريک طالبان پاکستان د وروستيو بريدونو له امله د پاکستان په بلوچستان ايالت کې ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
پاکستان طالبان تورنوي چې د تحريک طالبان پاکستان غړو ته يې په هيواد کې امن پناهځای ورکړی دی او دا ډله له افغانستانه د پاکستان د پوځ پر خلاف حملې طرحه او اجرا کوي.
د طالبانو چارواکو تر دې وړاندې په افغانستان کې دننه د تحريک طالبان پاکستان د غړو شتون رد کړی و، خو په وروستيو کې يې د دې ډلې غړو ته له اشارې پرته منلې چې «وزيرستاني کډوال» پولې ته له څېرمه سيمو څخه د هيواد نورو سيمو ته انتقالوي.
