اطلاعات روز: په جينوا کې د افغانستان استازولۍ د فکري مالکيت د نړيوال سازمان په يوه غونډه کې د يوې اعلاميې له لارې ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د هيواد بډایه کلتور، موسيقي او دوديز هنرونه د نابودۍ له خطر سره مخ دي.
دې استازولۍ په تبعيد کې د افغان هنرمندانو او موسيقي پوهانو په مرسته د افغانستان د کلتوري ميراثونو او فولکلور د ساتنې لپاره د يوې حل لارې غوښتنه کړې ده.
طالبان سندرې ويل او اورېدل حرام ګڼي. د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته د افغانستان هنرمندانو دا هيواد پرېيښی او يا يې هم له دې هنره لاس اخيستی دی.
په جينوا کې د افغانستان استازولۍ په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د تحصيل لرونکو افرادو د وتلو له وجې موسېسات د تحصيل لرونکو او مجربو کارکوونکو له کمښت سره مخ دي.
د دې استازولۍ په وينا، د طالبانو له لوري د ښځو پر موډرنو زدکړو بنديز او همدا راز له تحصيل څخه د ښځو او نجونو محرميت دا وضعيت نور هم خرابوي.
په جينوا کې د افغانستان استازولۍ د فکري مالکيت له نړيوال سازمان څخه غوښتي چې د ځوانانو او ښځو ګډون دې زيات کړي تر څو افغانستان وکولای شي چې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره د ځوانانو او ښځو له استعدادونو او نوښتونو استفاده وکړي.
د دې استازولۍ په وينا، پر زده کړو د طالبانو د بنديزونو سره – سره نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه کولای شي په افغانستان کې د معاصرې ټکنالوژۍ په مرسته د ځوانانو او ښځو د زده کړې او ظرفيت جوړونې ته رسيدګي وکړي.
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې ښوونځي وتړل او وروسته يې د تېر کال په وروستيو کې په پوهنتونو کې د ښځو تحصيل وځنډاوه.
همدا راز دې ډلې په دولتي او غير دولتي ادارو او مرستندويو موسېساتو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی دی.
