اطلاعات روز: پکتیکا او بدخشان کې د طالبانو مسوولین وایي، چې دغو ولایتونو کې دوه ماشومان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، چې نن (پنج شنبه، ۲۲ د چنګاښ) سهار د دغه ولایت په شکین ولسوالۍ کې دوه تنکي ځوانان اوبو ډوب کړي وو، چې یو یې ژغورل شوی او بل پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دوی زیاتوي، چې دا پېښه د شکین ولسوالۍ اړوند په «سور ډاګ» سیمه کې رامنځته شوې او په خبره یې چې یادو ماشومانو اوبو کې لامبو وهله چې یوه ۱۴ کلن تنکي ځوان پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل ژغورل شوی دی.
دغه راز د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز په شپږمه ناحیه کې یو ۱۰ کلن ماشوم د سیند اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د مسوولینو په وينا، دغه پېښه تېره ورځ، د دغه ولايت د مرکز فيض اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د قرغ دشتې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د اطلاعاتو امر حکمت الله محمدي وايي، دغه ماشوم عبدالمقيت نومیده، چې له خپلو ملګرو سره د کوکچې سیند کې د لامبو پرمهال لاهو شوی دی.
د ګرمۍ موسم په پېل سره په اوبو او سیندونو کې د ډوبیدو د لسګونو پیښو راپورونه ورکړل شوي چې لوی لامل یې بې احتیاطي بلل شوې ده.
