د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د ځنګلونو د وهل کېدو مخه دي ونيول شي

اطلاعات روز: د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي چې په دې ولایت کې د طالبانو له لوري د ځنګلو پر وهنې له بندیز سره-سره لا هم د دې ولسوالۍ په ځینو برخو کې ځنګلونه وهل کېږي.

د یادې ولسوالۍ يو اوسیدونکی چې د امنيتي ملحوظاتو په وجه يې نوم پټ ساتل کېږي اطلاعات روز ته وايي چې د سپین غر په «مامند دره» کې د ځنګل ونې دشپې په تياره کې د نامعلومو کسانو له خوا وهل کېږي.

د نوموړي په خبره سيمه‌ييز طالب چارواکي هم پرې خبر دي، خو د مخنیوي په برخه کې يې هیڅ نه دي کړي.

د هغه په خبره د ځنګلونو خپلسرې وهنې د خلکو اندیښنې راپارولې دي او د طالبانو له حکومته غواړي چې مخه يې ونيسي.

د سيمه ييز اوسېدونکي په وينا: «د سپین غر مامند درې د ځنګل زياتره ونې دشپې له خوا وهل کیږي او بیا یې لرګي په پاکستان کې او یا همدلته خرڅېږي، خو څوک یې مخنیوی نه کوي او په دې کار طالبان هم خبر دي خو د مخینوي لپاره يې هیڅ نه دي کړي. موږ شکمن یو چې دا کار به د ځینو ځایي طالبانو له لوري کیږي.»

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی بیا د ځنګلونو د خپلسرې وهنې لامل د ځایي خلکو بد اقتصادي وضعیت بولي.

نوموړی وایې چې د تیرو جګړو پر مهال د سپین غر  ولسوالۍ اړوند «مامند درې» اوسیدونکي له اقتصادي اړخه سخت زیانمن شوي نو ځکه خو اوس د ځنګل ونې وهي.

نوموړی زیاتوي:«بل کار نشته او دا خلک ځنګل ته ځي ونې وهي او بیا یې دلته خرڅوي، ځکه بل کار نشته او بې روزګاري زیاته ده بل څه نشته چې کور ته پرې وړه او نور خوراکي توکي پیدا کړي.»

په ننګرهار کې طالب چارواکي هم مني چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د یو شمیر نامعلومو کسانو له لوري د ځنګل ونې وهل کيږي.

 د ننګرهار لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ريیس عبدالستار محمد وایې چې په دې ولايت کې د ځنګلونو د ساتنې او د ځنګل د خپلسري وهنې د مخنيوي لپاره «شنه امنيتي قطعه» جوړه شوې چې تراوسه یې ۱۹ کسان د ځنګل وهنې په تور نیولي دي.

محمد زیاته کړه: «دغه شنه قعطه د افسرانو په ګډون ۳۵ غړي لري چې تر دې دمه یې د ځنګل وهنې پرمهال ۱۹ تنه نیولي او د قانون منګلو ته یې سپارلي دي او دغه راز یې له یادو کسانو ضمانت اخیستل شوی چې بیا به ځنګلونه نه وهي.»

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د دې ولایت په یوولس ولسوالیو کې شپږ لکه او څلور زره هکتاره ځمکه په طبیعي ځنګلونه پوښلې چې د تیرو جګړو پر مهال یې يو څه برخه ويجاړه شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه