زابل میشتي: په پاکستانۍ کالدارو دې راکړه ورکړه بنده شي

اطلاعات روز: زابل کې یو شمیر هټۍوال وایي، چې د پاکستانۍ کالدارو له کبله یې کاروبار زیانمن شوی او د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې په پاکستانۍ کرنسۍ راکړه ورکړه بنده کړي.

د مرکز قلات يو تن هټۍوال محمد عمر وايي، اوس مهال دغلته تر ډېره لويې او وړې معاملې په پاکستانۍ کالدارو ترسره کېږي چې له کبله يې خلکو اقتصادي ضربه لیدلې ده.

دی زیاتوي، که په پاکستانۍ کالدارو بندیز ولګېږي اقتصاد به یې ښه شي.

یو بل هټۍ‌وال بیا وایي، چې د کالدارو د راکړې ورکړې له امله یې کاروبار خراب شوی او اوس یې د جبران لپاره نوره پانګه نه لري.

هغه وويل: «د حکومت څخه دا غوښتنه لرو چې کالداره په جدي توګه بنده کړي او راکړه ورکړه دې په افغانۍ کرنسۍ پېل کړي، د دوکاندارانو مو دا غوښتنه ده چې کالدارې دې نه اخلي او د کالدارې پر وړاندې بايد مبارزه وکړي.»

دغه راز زابل کې سواګر هم د بهرنۍ کرنسۍ پرځای په افغانیو د راکړې ورکړې هرکلی کوي او وایي، ټول سوداګر دې ته ژمن دي چې د کالدارو پرځای افغانۍ وکاروي.

ورته مهال د زابل لپاره د طالبانو مرستيال والي محب الله حماس هم د نورو بهرنيو پيسو پر ځای د افغانۍ کرنسۍ د دودیدو د کمپاين خبر ورکوي او په خبره يې چې په همدې تړاو د دې ولايت د داخلي رياستونو لخوا يو کميسيون هم جوړ شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې داسې یو طرزالعمل یې جوړ کړی چې په راتلوونکي کې به دغلته ټوله راکړه ورکړه په افغانیو ترسره شي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو او سیاسي جنجالونو له کبله د دغه هیواد کرنسۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی چې له امله یې نه یوازې په پاکستان کې خلکو ته مالي زیان رسیدلی بلکي افغانستان کي یې هم سوداګرو او عامو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه