ارزګان کې د وچکالۍ او ناروغیو له کبله د شاتو مچیو نږدې ټول فارمونه له منځه تللي

د هیواد په سویل ارزګان ولایت کې یو شمیر هغو کسانو چې د وروستۍ یوې لسیزې راهیسې یې د خپلو اقتصادي اړتیاوو پوره کولو په موخه دغلته د شاتو مچیو روزنې ته مخه کړې وایي، چې د وچکالۍ او ناروغیو له کبله یې نږدې ټول فارمونه له منځته تللي او هیڅ نه دي ورپاتې.

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د موسی کلیم په نوم يو تن زردار یا د شاتو د مچیو فارم لرونکی وايي، چې د شاتو د مچیو په فارم کې یې ۱۶ صندوقونه درلودل چې اوس یوازې ۲ پاتې دي او نورې ټولې مچې یې یو ډول ناروغۍ له منځه وړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې نه يوازې ناروغۍ او وچکالۍ یې د شاتو مچۍ له منځه وړي بلکې يو شمير کوچني حشرات هم د دې لامل شوي چې مچۍ له منځه یوسي.

کلیم چې د خپلې کورنۍ د اړتیا پوره کولو یوازینۍ سرچینه همدغه د شاتو مچیو فارم ګڼي د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

هغه وويل: «د شاتو يو کيلو په ۴۵۰ افغانۍ پلور کيدل موږ به د کال دوه موسمه کې شات راټولول چې په هر موسم کې به مو د دغه ۱۶ صندوقونو څخه ۱۰۰ کيلو شات ترلاسه کول، خو يو ډول حشره او وچکالي د دې لامل شول چې زما ټولې د شاتو مچۍ له منځه يوسي او هيڅ نه دي راپاتې.»

د شاتو مچیو فارم لرونکي وایي، مچۍ یې ناروغۍ وهلي او ورځ تربلې یې شمیر کمیږي

دغه ولایت کې يو بل فارم لرونکی رحيم الله چې د تېرې یوې لسیزې راهیسې په خپل فارم کې د شاتو د مچیو په روزنه بوخت دی ورته ادعا کوي او وایي، چې ټول د شاتو فارم يې حشراتو له منځه وړی او اوس مهال يوازې تش صندقونه ورپاتې دي.

هغه هم وايي چې د خپلې ۸ کسيزي کورنۍ پالنه او روزنه يې په همدغه فارم کول.

هغه چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ پالنه له همدې ځایه کوله د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د فارم په جوړيدو کې دې ورسره مرسته وکړي.

رحیم الله وویل: «ځينې ناروغۍ او طبیعي افتونه وو چې زموږ د شاتو مچيو مخه يې ونيوله او موږ ته يې زيات تاوان ورساوه، زموږ فارم يې تخریب کړ، که داځل زموږ دغه صندوقونه راته ډک شي، انشاءالله بیا به له موږ څخه زیانمن نه شي.»

د مچیو فارم لرونکي وایي، مچۍ یې مړې شوي او اوس ورته تش صندوقونه ور پاتې دي

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست د مطبوعاتو د برخې مسوولين هم منې چې په دې ورستيو کې دغلته د شاتو د مچيو فارمونه له منځه تللي دي.

د کرنې رياست لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول عبدالمنان فاروقي وايي، چې دامهال دوی په ټول ولايت کې ۳۰ د شاتو لوی فارمونه لري او په خبره يې چې په راتلونکي کلونو کې پلان لري ترڅو هغو کسانو ته بیا ځل فارمونه جوړ کړي چې د ناروغیو او وچکالیو له کبله له منځه تللي دي.

هغه وايي، د هوا تغير او د فارم لرونکو نه پوهاوی د دې لامل شوي چې د شاتو فارمونه له منځه ولاړ شي.

دغه راز د کرنې اومالدارۍ د برخې کارپوه صفي الله افغان بیا وایي، چې دامهال هیواد کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او زیاتوي چې د طالبانو حکومت باید خلکو ته د کرنۍ او مالدارۍ برخه د کار زمینه برابره کړي.

نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په ارزګان ولايت کې دې خلکو ته په زياته اندازه د شاتو فارمونه جوړ کړي ترڅو توليد زیاد او د خلکو اقتصاد ورسره پرمختګ وکړي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان او نړۍ کې زياتو شاتو ته اړتيا ده او خلک کولای شي چې په ډير کم لګښت سره زیاد عاید ترلاسه کړي.

شات یا ګبین مقوي خواړه دي او رنګارنګ قندونه، پروټین، پوتاشیم، سوډیم، اوسپنه او بېلابېل ویټامینونه لري، چې دامهال د نړۍ د شاتو ستر صادروونکي هیوادونه چین، ترکیه، آرجنټاین، ایران، د امریکا متحده ایالات، اوکراین، روسیه او هند دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه