د دوو قومونو ترمنځ د جګړې له امله پټان کې د پاکستان سره د «خرلاڅې» لاره تړل شوې

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي، له «ډیورنډ فرضي کرښې» پورې غاړه کرمه ایجنسۍ کې د شیعه او سني دوو قومونو ترمنځ له پېل شوې وسله والې شخړې وروسته افغان لوري ته د پټان-پړاچنار ترمنځ د «خرلاڅي» لاره د هر ډول تګ- راتګ پر مخ له تېرو دریو ورځو راهیسې تړل شوې ده.

د سرچینې په حواله چې د کرښې دواړه غاړو ته اوس مهال په ګڼ شمېر کې بار وړونکي موټر او خلک انتظار دي او ترڅنګ یې پاکستان ته انتقالېدونکي ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي زیاته کړه چې په سیمه کې لاهم د لارې د خلاصون په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي چې دا لاره به څه وخت بیرته پرانیستل شي.

د خرلاڅي لارې د تړل کېدو او هلته بندو افغانانو ته د راتګ په اړه د طالبانو حکومت او پکتیا کې یې ولایتي مسوولینو تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي.

د پاکستاني خبریالانو د معلوماتو له مخې افغان لوري ته دا لاره په داسې مهال تړل کیږي چې په کرمه ایجنسۍ کې د شعیه او سني قومونو ترمنځ په رامنځته شوې وسله واله نښته کې دواړو غاړو ته تر دې دمه ۱۲ کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه لا نه دی معلومه چې له کرښې پورې غاړه رامنځته شوې شخړه د څه له امله ده، خو له دې وړاندې هم دوی د غره او ځمکې پر سر له یو بل سره وسله والې شخړې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه