سږکال د نيمروز  په کرنیزو حاصلاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، چې په دې ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال په کرنيزو محصولاتو کې نږدې ۵۰ سلنه کمښت راغلی دی.

د نیمروز لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالخالق حکیم الله وایي، چې تېر ۱۴۰۱ کال کې دغلته د ۹۵ زره هکتاره ځمکې څخه یو میلیون، ۵۶۰ زره او ۹۴۸ ټنه محصولات ترلاسه شوي وو، خو زیاتوي چې سږکال د اوبو کمښت، د ژمي یخنۍ او بې وخته بارانونو له کبله کروندګرو د څه باندې ۴۲ زره هکتاره ځمکې کښتونو څخه ۷۹۱ زره او ۹۲ ټنه حاصلات ترلاسه کړي، چې دا د تېرکال په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښیي.

ورته مهال نیمروز کې د کرنيزو چارو يو تن کار پوه حسیب الله خاورين وايي، چې دې ولایت کې د کرنيزو محصولاتو د کمښت لامل صحرايي اقلیم، کډوالي، وروستۍ وچکالۍ، د کمال‌خان د کانالونو نه جوړول او د اقليمي بدلون اغېزمنتيا بولي.

دغه راز نيمروز کې ځايي کروندګر بیا د اوبو د کمښت څخه شکایت کوي دوی وایي، د ځمکې لاندې اوبه ښکته شوي او دومره اوبه نشته چې خپلې ځمکې پرې اوبه کړي.

دغلته يو تن کروندګر عبدالجبار وایي، چې ځمکې یې وچې شوي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د کرنې په برخه کې مرستې وکړي.

د نيمروز ترڅنګ د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې د طبیعي افتونو وچکالۍ او بې موسمه ورښتونو له امله کروندګرو ته زيات تاوانونه رسيدلي او دامهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه