اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د نږدې ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت کتابتون جوړ او د خلکو پرمخ پرانیستل شو.
د یاد کتابتونو د پرانیستې پرمهال نن (دوشنبه،۱۹ د چنګاښ) د لغمان لپاره د طالبانو والي زین العابدين عابد وویل، چې دغه کتابتون د سلطان غازي بابا ښار ګوټي د نجونو منځني ښوونځي کې په ۲۴۵ متره مربع ځمکه کې د جاپان هېواد په مالي لګښت د ۱۹۴ زره او ۵۶۷ امریکایي ډالرو په لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
نوموړی زیاتوي یاد کتابتون کې بېلابېل ډوله کتابونه د مطالعې په موخه ایښودل شوي دي.
لغمان کې یاد کتابتون داسې مهال جوړیږي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي، چې له امله یې عام خلک ناهیلې شوي او زیاترو یې خپلې زده کړې په نیمایي کې پریښي دي.
له دې سره هم مهاله ختیځ کې کتاب پلورنکي وایي، چې د تېر په پرتله یې کتاب اخیستونکي کم شوي او له همدې امله زیاتره کتاب پلورنځي تړل شوي هم دي.
