اطلاعات روز: خوست کې د طالبانو مسوولین وایي، چې نن (دوشنبه، ۱۹ د چنګاښ) ماسپښین د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د باران او توپان له امله یو ماشوم مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
خوست کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وایي، چې په سیمه کې د رامنځته شوي توپان له امله ځايي اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي او په خبره یې چې لمریزې تختې، د کورونو چتونه او دیوالونه یې هم نړولي دي.
عثماني له مسووله ادارو غوښتنه کړې چې له زیانمن شویو خلکو سره دې پر وخت مرستې وکړي.
په همدې حال کې بیا د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي هم له دوی سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي او وايي، ځینو سیمو کې د خلکو د سرپناه ځایونه له منځه تللي دي.
د یادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه رسېدلي او پراخه کرنیزې ځمکې یې له منځه وړې دي.
