اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، د تېر لوی اختر په ورځو کې لسګونه زره سیلانیانو د دغه ولایت له بېلابېلو تفرېحي سیمو لیدنه کړې.
د کونړ ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د طالبانو ګرځندوی امر محمد منیب وایي، د تېر لوی اختر په شپو ورځو کې د هیواد له بېلابېلو ولایتو راغلي ۸۰ زره سیلانیانو د دغه ولایت له بېلابېلو تفرېحي سیمو لیدنه کړې.
منیب زیاتوي، چې د تېر لوی اختر په شپو ورځو کې له نورو ولایتونو درې سیلانیان اوبو مړه او ١٢ نور ترافیکی پېښو ټپیان کړي وو.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې د تېر لوی اختر له را رسېدو وړاندې درې سیلانیان چې یو یې ایټالوي او دوه نور فرانسویان وو د دغه ولایت له تفرېحي سیمو لیدنه کړې وه.
کونړ کې دانګام، اسمار، سرکاڼو، شیګل، پېج درې، چپې درې، ناړۍ او یو شمېر نورې هغه ولسوالۍ دي، چې طبیعي ښکلاوو، شنو ورشوګانو او یخې هوا یې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ځانته اړولی دی.
