اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ميوند ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې ښځې ځان وژلی دی.
کندهار کې د طالبانو پوليسو وايي، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۱۶ د چنګاښ) مازدیګر مهال د میوند ولسوالۍ اړوند «هوټل کلي» کې رامنځته شوې ده.
دوی وایي، چې یادې میرمنې ۱۸ کاله عمر درلود او د خپل خاوند په کور کې یې ځان په ډزو وژلی دی.
طالب پولیسو د یادې پیښې اصلي علت نه دی په ډاګه کړی، خو وایي چې د دې میرمنې خاوند یوه بله ښځه هم لري او په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.
د يادونې وړ ده چې تردې يوه ورځ وړاندې هم د کندهار ښار په يوولسمه حوزه کې يوه ښځه وژل شوې وه.
