د خوړو نړيوال پروګرام: بې‌کاري او د خوراکي توکو کمښت لاهم د افغان وګړو ستره اندېښنه ده

انځور: via reuters

اطلاعات روز: د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې بې‌کاره کېدل او د خوراکي توکو کمښت لاهم د افغانستان د خلکو تر ټولو ستره اندیښنه ده.

دې بنسټ نن (پنج‌شنبه، ۱۵ د چنګاښ) د ۲۰۲۳ کال په لومړنيو دریو مياشتو کې د غذايي امنيت په اړه خپل راپور خپور کړی دی.

د دې راپور پر اساس، پنځه سلنه کورنيو ويلي، چې د کاري فرصتونو د بايللو اندېښنه لري او ۲۲ سلنه ويلي چې د خوراک د کمښت په اړه اندېښمن دي.

د دې راپور شميرې ښيي چې د روان ميلادي کال د اپريل مياشتې پر مهال ۵۱.۹ سلنه کورنۍ د کاري فرصتونو د بايللو او ۲۱.۸ سلنه کورنۍ د خوراک د کمښت په اړه انديښمنې وې.

د خوراک نړيوال پروګرام ويلي، چې په افغانستان کې د کورنيو تر منځ د خوراک د کمښت په اړه اندېښنه د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې دوه برابره زياته شوې ده.

په دې راپور کې راغلي چې محدودو کاري فرصتونو د کورنيو له لوري د غذايي موادو د پيرنې ځواک او ورته لاسرسی سخت کړی؛ په ځانګړې توګه د هغو کورنيو لپاره چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ښځو پر کار د بنديز منفي اغېز

د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، چې دوه پر درې کورنيو چې د دې بنسټ پوښتنو ته ځواب ويلی، ويلي چې د ښځو پر کار بنديز د هغوی پر ژوند منفي اغېز کړی او يا يې هم حتا د عايد د تر لاسه کولو اصلي سرچينه له لاسه ورکړې ده.

د دې راپور پر اساس، پنځه سلنه کورنيو ويلي، چې د ښځو پر کار د بنديز له وجې يې د معاش ټولې لارې تړل شوې دي او ۳۶ سلنه کورنيو ويلي چې بد اغېز يې پرې کړی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې ۷۵ سلنه کورنۍ د ښځو پر کار له بنديز څخه خبرې دي او ۹۵ سلنه کورنيو د خپلې کورنۍ او خپل ورځني ژوند د دوام لپاره بشري مرستې اړينې ګڼلې دي.

د غذايي پاړسوب د بيو کمېدل

د خوراک نړيوال پروګرام په خپل راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د غذايي پاړسوب بيې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له مياشتې څخه بيا د ۲۰۲۳ کال تر جنورۍ مياشتې پوري ۳.۲ سلنه رالوېدلې دي.

په دې راپور کې راغلي، چې په نړيواله توګه د خوراکي توکو د بيو کمښت په افغانستان کې هم د پاړسوب له کمښت سره مرسته کړې ده.

د خوراک نړيوال پروګرام ويلي، چې که څه هم د خوراکي توکو بيې د تېر کال په پرتله رالوېدلي، خو په کلي توګه د ۲۰۲۱ د اګست په نسبت بيې لوړې دي او له همدې کبله د خلکو د پيرنې ځواک رالوېدلی دی.

دې بنسټ د کورنيو د اړتيا وړ توکو په بيو کې د کمښت بهير چې په دې وروستيو کې پېل شوی دی، «يو مثبت بدلون» ګڼلی دی.

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ثبات

د خوراک نړيوال پروګرام ويلي، چې د ډالر پر وړاندې د افغانيو د ارزښت ثبات د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ او مارچ مياشتو تر منځ او افغانستان ته د ملګرو ملتونو له لوري د نغدي مرستو تر لېږلو وروسته پېل شو.

دې بنسټ زياته کړې، چې له افغانستانه د خارجي اسعارو پر غير قانوني صادراتو د طالبانو کنټرول هم د ډالر پر وړاندې د افغانۍ له ثبات سره مرسته کړې ده.

شميرې ښيي چې د افغانۍ پر وړاندې د يوه ډالر بيه د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر د مياشتې له ۱۰۵ څخه د ۲۰۲۳ کال تر اپريل پورې ۸۶ افغانيو ته تيټه شوې ده.

د خوراک نړيوال پروګرام ويلي، چې د خارجي اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بيې لوړوالی د افغانستان د اقتصاد لپاره يو مثبت بدلون ګڼل کېدلای شي او د بيو له ثبات او د کورنيو د پيرنې د ځواک له ښه‌والي سره مرسته کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه