اطلاعات روز: کونړ کې ځایي خلک وایي، چې د دغه ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په «بریکوټ» سیمه کې د ورښتونو او سیلابونو له امله د ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه او ژوبل شوي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي محمدالله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دشپې ناوخته (پنج شنبه، ۱۵ د چنګاښ) شاوخوا ۰۲:۳۰ بجې سخت ورښت د ناړۍ ولسوالۍ په «کوماریګل» سیمه کې د یوه کور د خونې چت غورځولی، چې له امله یې یوه ښځه مړه او پنځه ماشومان ژوبل شوي دي.
نوموړی وایي، د مړې شوې ښځې په ګډون پنځه واړه ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.
محمد الله دغه راز وایي، چې د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ سیمه کې د عزت الله په نوم یو دیرش کلن ځوان بیا دشپې سیلاب وړی او ژوند یې له لاسه ورکړی.
دی زیاتوي، چې عزت الله د سیلاب په اوبو کې راغلي لرګي ټولول، چې ورپسې د سیلاب بله څپله راغلې او دی یې له ځان سره وړی، چې جسد یې نن کونړ د اسمار ولسوالۍ په خانانو کلي کې د کونړ په سیند کې موندل شوی.
تر اوسه د دغو طبیعي پېښو له امله ولسي خلکو ته د اوښتو ځاني زیانونو په تړاو کونړ کې د طالبانو مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
تېره ورځ هم د سختو سیلابونو او ورښتونو له امله د نورستان په وانټ وایګل او د کونړ په بېلابېلو سیمو کې دوه موټر چلوونکی مړه او یو بل ژوبل شوی وو او د دیارلسو استوګنیزو کورونو ترڅنګ لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، ویالې، سربندونه او سړګونه وېجاړ شوي وو.
