اطلاعات روز: د لوګر ولايت اوسېدونکي وايي، جمهوريت د افغانانو سره کرښه ده او يوازې ځينې زورواکي او پخواني جهادي قومندانان د خپلو ګټو لپاره د موقت حکومت غوښتنه کوي.
دوی دا خبرې په دې اړه د جوړ شوي خبري کنفرانس پر مهال وکړې او ويې ويل افغانان نور چا ته اجازه نه ورکوي چې تېرې ترخې تجربې تکرار او شته نسبي ثبات او لاسته راوړنې له منځه يوسي.
دوی د ولسمشر د استعفا او موقت حکومت په اړه د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر د مرستيال وروستۍ څرګندونې هم وغندلې او طالبان يې د سولې په برخه کې د خپلو ژمنو پر ماتولو تورن کړل.
مدني فعال انجينير حضرت وليد وسله والو طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې په واقعی جديت د سولې خبرو ته داخل شي او د اوربند او سولې په اړه د افغانانو غوښتنو ته په درناوي له ناسمو څرګندونو ډډه وکړي.
جميل وويل: «طالبان که واقعا افغانان وي، دا وروستي چانسونه دې نه مِس کوي؛ ځکه دوی ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل او که د خپلو ناوړه کړنو او ظلمونو له امله په افغانانو کې خپل تنفر ورمعلوم شي، شايد نور داسې ونکړي. د موقت حکومت خبره پردۍ استخباراتي او مردوده طرحه ده.»

قومي مخور حاجي عجب خان وویل چې ځينې کړۍ او بهرني هېوادونه د خپلو شومو موخو لپاره يو وار بيا د موقت حکومت خبرې تکراروي، خو وايي چې خلک د تېرو ترخو تجربو د تکرار سخت مخالف دي.
خان وايي چې د دولت په داخل کې ځينۍ کړۍ د سولې له مخالفت لاس واخلي او حکومت ته په کار دي چې په روان حساس حالت کې ورته مسايلو ته ځير واوسي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ په دې دربدريو کې سپين ږيري شو، د پرديو وطنونو په منتونو او سختو کې ژوند راباندې تېر شو، نور بايد څوک نه داسې غلطي وکړي او نه څوک اجازه ورکوي. کورنۍ ګډوډۍ، پاټک سالاري، مهاجرت او وحشتونه مو په یاد دي. موقت حکومت د بانډونو وحشتونو ته لاره هواروي.»
ديني عالم مولوي عزيزالله وويل چې سوله اسلامي امر دی او هر څوک چې د مسلمانانو سوله او ثبات ګواښي او بل مسلمان ته زيان اړوي، له سخت الهي عذاب سره به مخ شي.
نوموړي وويل: «مسلمان ته زيان رسول حرام دي، بيا وژل خو يې لرې خبره ده. د مسلمان حکومت پر وړاندې خروج او هر ډول دسايس جوړول ناروا دي. افغانان مسلمانان دي او د آرام ژوند الهي حق لري، هر څوک چې ترې اخلي او جبر پرې کوي، ظالم دی او پر ظالم د خدای لعنت دی.»

د ښځو د شورا مشرې ډاکټر شايستې له افغان سياسيونو وغوښتل چې د سولې لپاره يوه خوله شي او زياته يې کړه چې د وسله والو طالبانو ټول اغېزناک کسان بايد د تاريخ له نور ناسم قضاوت څخه د ځان ساتول لپاره ښې پرېکړې وکړي.
شايسته وايي: «هېڅ واقعي افغان به د موقت حکومت او د شته نظام او بنسټونو د له منځه تلو خبره ياده نکړي، له څو هغو شريرو او شيطان صفته انسانانو پرته چې مخکې يې هم دا وطن تباه کړ او تر اوسه خلک د هغوی له لاسه په اور کې دي. خلک نور نه تېروزي، ټول دې خپلې خبرې په هوش سره کوي.»
په وروستيو کې يو وار بيا د ځينو کسانو لخوا د موقت حکومت جوړولو خبره تکراريږي، چې د افغانانو له سخت مخالفت وروسته ور سره امريکا، ناټو او ګڼو نورو هېوادونو هم خپل مخالفت څرګند او د جمهوريت سربېره يې پر شته لاسته راوړنو او ديموکراتيکو ارزښتونو ساتلو ټينګار کړی دی.
دوی په يوه وروستۍ ګډه اعلاميه کې وسله وال طالبان د ډېری هدفي وژنو، تښتونو او د هېواد زېربنايي پروژو د ويجاړولو مسول بللي او زياته کړې يې ده چې د سولې او ثبات لپاره د جګړې بندول اساسي اړتيا ده.
