کونړ میشتي د بې‌ کارۍ له زیاتوالي شکایت کوي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی شل کلن جمهویت ړنګ او پر ځای یې طالبانو پر ټول هیواد ولکه ټینګه کړه، ورسره سم د بې‌کارۍ کچه پراخه او د خلکو اقتصادي وضعیت تر وروستۍ کچې کمزوری شو.

کونړ د هېواد یو له هغو ولایتونو دی، چې د تېر شل کلن جمهوري حکومت پرمهال یې ګڼ ځوانانو او نورو ځايي خلکو په پوځي او ملکي برخو کې دندې ترسره کولې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم یې ډیری خلک بې‌کاره شوي، چې دا مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۳ کلن ضیاءالله چې د لېسانس تر کچې یې زده کړې کړي، د ګڼو نورو ځوانانو په څېر له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

نوموړی وايي، د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو ډېروالي د ګڼو ځوانانو روان ځپلی او اندېښنه لري که د بې‌کارۍ مخنیوي لپاره هڅې ونه شي ناوړه پایلې به ولري.

ضیاءالله وايي: «دا طبیعي خبره ده، چې کله بې روزګاري وي هلته جنګونه ډېرېږي، خلک له ستونزو سره مخ کېږي، دماغي توازن یې جوړ نه وي؛ نو په همدغې اساس باندې شخړې هم پېښېږي او اکثره ځوانان چې دي کرکیله کوي او نور کوم روزګار نشته.»

کونړ ولایت کې د پخواني حکومت پوځیان چې اوس د بې‌کارۍ پر ټغر ناست دي وايي، د بې‌کارۍ روانې بدې څپې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

ابوزر چې د پخواني جمهوري نظام پرمهال د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کوله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ګڼو نظامیانو د دندې پرمهال د خپلې کورنۍ ټولو اړتیاوو ته په نسبي ډول رسېدنه کولهو خو اوس چې د بې‌کارۍ څپې پرمخ وهلي یوازې د خپلو اقتصادي ستونزو ننداره کوي.

نوموړي وویل: « پخوا به ډېرو خلکو په ملي اردو کې، نظم عامه کې، ملي پولیسو او نورو کې دندې اجرا کولې، مثال له دغه یو کس سره د دوی د ټول کور مشکل حل و.»

د پخواني جمهوري حکومت له سقوط وروسته نه یوازې دا چې امنیتي ځواکونه او قاضیان بې دندې شوي؛ بلکې ګڼ شمېر ملکي کار کوونکي چې د طالبانو له راتګ وړاندې یې دندې ترسره کولې په کور شوي.

کونړ مېشتي وايي، د طالبانو له لوري په دولتي ادارو کې د نا مسلکي او نا لوستو کسانو ځای پرځای کولو د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو کچه تر بل هر وخت پراخه کړې.

د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی جاوېد د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په دولتي ادارو کې د نا مسلکي او نا لوستو کسانو پرځای مسلکي او لوستي قشر ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو له یوه لوري خلکو ته د کار روزګار زمینه برابره شي او له بل لوري په دولتي ادارو کې د خلکو کارونو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د طالبانو په نږدې دوه کلن رژیم کې د فقر او اقتصادي کړکېچ کچه سخته لوړه شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر ځوانان ګاونډیو او نورو اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي او مرګونو لارو سفرونه کوي.

د کونړ خلک په داسې حال کې د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له زیاتوالي شکایت کوي، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د فقر پر وړاندې د مبارزې په برخه کې نړۍ والو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړ، چې په دې هېواد کې شاوخوا ۲۸ مېلیونه کسان د غربت او ولږې تر وروستۍ کرښې لاندې ژوند کوي.

دغو ادارو اندېښنه څرګنده کړې، که د دغه حالت د کابو کولو لپاره هڅې ونه شي، ښايي لنډ وخت کې دغه شمېر نور هم لوړ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه